دا ځل  وسله والو سويلي سالنګ اهنګران سیمه کې د بریښنا يوه پايه بشپړه ويجاړه کړې او بله نیمايي تخريب شوې ده

روهي (درې نۍ/۱۸ د غبرګولي)، د پروان ولايت ولايتي مسوولين مني چې تېره شپه د سویلي سالنګ په اهنګران نومي سيمه کې د بریښنا دوه پايې ویجاړې شوې دي. 
 
د سالنګ ولسوال رسنیو ته ويلي دي چې د برېښنا یوه پايه په چاودنه کې په بشپړ ډول ويجاړه شوې او بله پايه نيمايي تخریب شوې ده. 
 
د دغه پايو د تخريب له امله د تېرې شپې راهيسې پلازمېنه کابل او او يو شمېر نورو ولايتونو کې د برېښنا جريان غوڅ شوی دی. 
 
تېره اونۍ هم د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د بریښنا يوه پايه ويجاړه شوې وه چې د څو ورځو لپاره برېښنا پرې او د افغانستان د برېښنا شرکت د مالوماتو پر بنسټ دوی ته يې میلونه افغانۍ زیان اړولی.