طالبانو په سرپل کې د افغان ځواکونو ګډه اډه ونیوله

روهي (درې نۍ/۱۸ د غبرګولي)، د سرپل ولایتي شورا غړي اسدالله خرم ویلي چې تېره شپه ۹ بجې د سرپل ولایت د بغاوې په سیمه کې دحکومتي ګډو ځواکونو یو مرکز، چې د طالبانو تر درې ورځنۍ محاصرې لاندې و؛ د طالبانو له خوا نېول شوی دی. 
 
هغه ویلي، چې کېدی شي د دغه مرکز ټول تجهیزات طالبانو  ته د هوکړې له مخې پریښودل شوي وي.

خو په ورته وخت کې د هېواد په شمال کې امنیتي او دفاعي ځواکونو دا تورونه رد کړي او څرګندوي، چې په لرې پرته سیمه کې یوازې یوه پوسته، چې د ګوښ لاندې وه، تخلیه شوې او سرتېري یې اډې ته لږدول شوي دي.
 
له بلې خوا نن سهار د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ د سقوط ويل شوی. ويل شوي دي چې دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.