د  سولي شته فرصت او پر وړاندې يې گواښونه  

د یوه  اوږده  ځنډ  وروسته  په  هیواد  کې  د روانې  جنجالي  کشلې او بدمرغه  جګړې د ختمولو لپاره  چې  روزانه  پکې  په  لوړه  کچه  افغانان  قورباني  ورکوي،  یو ځل بیا افغان  پلاوي  د  طالبانو سره  د خبرو  پیل  لپار قطر دوحې  ته لاړ. خو تر اوسه د خبرو نیټه معلومه  نه  ده.

خو دغه افغان پلاوي په داسې حال کې  ځي، چې په هیواد کې سختې جګړې  روانې دي. او هره  ورځ  پکې  په زیاته  کچه افغانانو ته  مالي او ځاني زیانونه  اوړي، او ګڼ شمېر هیوادول مو د جګړې ده لاسه خپلې د اوسېدو مېنې پریږدي،  او یو داسې ځای ته پانه وړي چې هلته د دوي سر او مال خوندي او په امن وي، خو دغه افغانان تر شنه اسمان لاندې په سختو شرایطو کې د ژوند شپې او ورځې تېروي.

په قطر دوحه کې  د سولې خبرو ته یو ځل بیا د جګړه ځپلي او د سولې په ارمان ولس هیلې  شته  خو  بل  لوري  ته روانې  جګړې  ته  په  کتو ناهیلي هم  لري، چې  دغه  دواړه  د  یو او بل ضد کلیمې دي، چې افغان ولس یې د سولې روانې پروسې څخه  لري.
هیواد ته د سولې راتګ  فرصت  څومره شته  دی؟

په داسې حال کې چې د کوچیني  اختر  وړاندې مسکو د افغان سولې د یوې لویې غونډې کوربه وه،  چې په دغه لویه ناسته کې افغان پلاوو طالب چارواکو او د سیمې او بېل خوصوص د هغو هیوادو استازو ګډون کړی وه،  چې په مسقیم او یا غیر مستقیم ډول د افغانستان په سوله او جګړه کې لوي رول لري. په دغه ناسته کې د افغانستان د سولې پر مهمو موضوعاتو خبرې  وشوې، او تر ډېره د دواړو لرو نظرونه سره ورته و،  د مسکو ناستې وروسته د راتلونکي  استانبول غونډه مهمه او برخلیک ټاکوونکي وبلل شوه. او ګڼو افغانانو د استانبول ناسته د افغان سولې راتګ لپاره مهمه وبلله او ځینو بیا دغه تمه درلوده چې کیداشي  دغه ناسته  د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو ناسته اوسي. او په اختر کې دري ورځې اوربند  د طالب چارواکو په  نرمه لهج  خبرې چې ویل یې  مونږ  به د اختر وروسته  د استانبول په ناسته کې ګډون کوو، او د کوچني  اختر وروسته  به د سولې په ټپه ولاړې خبرې به بیا پیل کوو. د ولس په زړونو کې یې یو ځل بیا د سولې هیلې را ژوندۍ کړې. 

خو د کوچیني اختر وروسته طالبانو د استانبول ناستې لپاره خپل شرطونه وړاندې  کړل، چې طالبانو وویل چې په دغه ناسته کې به د دوي ټیټ روتبه چارواکي به ګډون کوي، او دغه غونده به برخلیک ټاکوونکي نه وي، او وروستۍ پرکړه به په دوحه کې کیږي. 

خو د سولې اوسني  شته  فرصت څخه باید دواړه لوري یوه اعظيمه  ګټه واخلي، او دواړه اړخونه  په یوه داسې  بین الاافغاني او ټول  شموله ملي پروسه باندې دغه د سولې خبرې بدلې کړې چې دواړه لوري  یو او بل ته  د منلو وړ وي. او د قید او شرط پرته  دغه  د سولې پروسه  پر مخ  ولاړه شي، په دغه صورت کې مونږ بیا یوې پاکې او هر چاته  د منلو وړ سولې ته راسیدی شو.

د سولې پر وړاندې شته ګواښونه
د سولې پر وړاندې یو لوي ګواښ د سیمې  او نړۍ استخبارات  دي چې دوي هڅه کوي د افغانستان  د سولې روانه  پروسه  د خپلو ګټو لپاره ځنډانۍ  او د دوي د ګټو په خوندي کولو سره دغې پروسې ته   دوام  ورکړل شي، افغان چارواکو او طالبانو ته په کار ده چې دوي د استخباراتي کړیو څخه ځان اوبسي او بین الاافغاني خبرو ته ادامه ورکړي.

دویم زیان د دواړو لوریو پر یو او بل باندې بې اعتمادي  په داسې حال کې چې دوي د یو او بل تر شا لمونځ هم نه کوي، دومره بې اعتمادي کولی شي چې د سولې پر روانو خبرو باندې بد تاثیر وکړي او هیڅ بدلون به په دغه پروسه کې ونه لیدل شي. دوي ته په کار دي چې شته بې اعتمادي له منځه یوسي.

دریم په هیواد کې د جګړې شددت له کله چې د امریکا ولسمشر جوبایډن  د خپلو پاتې سرتېرو د وتلو اعلان وکړ، هم مهاله ورسره په هیواد کې وسلوالو طالبانو او افغان دولت پر یو او بل جګړې ته زور ورکړ، چې اوس مهال په بيلا بيلو ولایتونو کې د دواړو لرو ترمنځ سخته جګړه روانه ده، چې زمونږ زیات شمېر هیوادول یې د خپلو کورو څخه د باندې بې سرپانه ژوند تیروي. 

څلورم  طالبانو د افغانستان روان وضیغت پر نظامي  یا د جګړې په کولو سره په حل ټنګار کول؛ د څو ورځو د مخه یوه داسې ویډیو چې د طالبانو یو قوماندان وایې چې اوربند هسې یوه بهانه ده؛ د ده په خبره چې مونږ کړلی شو چې افغانستان ونیسو او افغان پوځ به دوي ته تسلیم شي او په دې سره به مونږ د افغانستان روانې جګړې ته د پای تکی کېږدو.

پنځم د افغانستان پوځ پنځوس سلنه په عملیاتو کې زیاتوالی  دغه کولی شي چې د افغانستان د سولې روانې پروسې لپاره یو جدي ګواښ اوسي. 

اوس دواړو لورو ته پکار دي چې د سولې د دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي.  ځکه چې دغه ډول فرصت هم کله کله وي، او دواړه لوري یو او بل ته کیني،  یو او بل اومني  دغه  د سولې روانه پروژه پر یوه ملي پروسه بدله کړي، او د سیمې او نړۍ هیوادو د استخباراتي کړیو د سیوري څخه خپلو غرمو ته سره کیني او د افغانستان دغه روانه بدمرغه جګړه چې هر ورځ په  سلګونه افغانان پکې وژل کیږي، او په زرګونه افغانان بې کوره کیږي د پای ټکی کیږدي او افغانستان ته یوه تل پاتې سوله او ارامی راشي.