ګاونډیان که دښمانان!؟

کله چې ایران او پاکستان  د  افغانستان  ګاونډي هیوادونه جوړیږي نو دغه دوه هیوادونه هر وخت هر ساعت  کوښښ کوي چې په یوه نه یو ډول د افغانستان خلک او خاوره ازار کړي. 

په افغانستان کې کالونو کالونو جګړې زموږ خلک او خاوره دغو هیوادونو مجبوره کړي چې دوی  ورڅخه ګټه واخلي. اوس دغه هیوادونه (پاکستان او ایران) هڅه کوي چې په افغانستان کې د نامنۍ، غربت او د بېواسۍ  لمن همداسې پراخه کړي تر څو دوی ته افغانان لاس نیولي وي.  
  
ګاونډیان که دښمانان مو، زموږ په وینو د دوی  لاسونه سره دي، کله چې د افغانستان زیات شمېر خلک د مهاجرت له ژوند څخه راځي په یوه افغانستان کې راسره  غونډيږي او  افغانان یو نوی ژوند له سره پیلوي  نو د  نوي ژوند پیل په ريښتیا چې یو څه سخت دی، ځکه چې کار او روزګار نه وي  افغانان دوی ته اړ و چې خپلې کورنۍ دلته په هیواد کې پریږدي او دوی لاړ شي د نړۍ په شمول په ایران او پاکستان کې خپل کار او روزګار په مخ یوسي او خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه راوړي.

  نو دغه دوو ګاونډیانو د افغانانو په زاوره ولو او وژلو په پټه او ښکاره  لاس پورې کړ. ایران او پاکستان چې په هیوادونو کې یې ترهګرو  ډلو ته ځای ورکړی، او ساتنه یې کوي او د افغانستان په ورانولو  او د افغانانو په وژلو کې ترې  ګټه اخلي، چې د افغانستان د لوی نعمتونو څخه چې خدای [ج]  ورکړي، ایرانیان او پاکستانیان ګټه واخلي. په افغانستان کې د بندونو، سړکونو مکتبونو او په عموم کې د پرمختیایي کارونو په ورانولو مخنیوي او د افغانانو په وژلو کې لاس لري.

  په دې وروستیو کې په ایران کې د ایران پوله ساتو له لوري  د بېګونه افغانانو په زور او شکنجې سره دې ته مجبور کړل چې ځانونه هریرود ته  واچوي، او بل پېښه د ایراني پوځیانو له لوري د افغانانو په موټر ډزې وکړې چې موټر اور  واخیست افغانان پکې ووژل شول، دا په کم وخت کې دوه مهمې پېښې  وې چې وشوې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او افغان دولت باید دغه مساله په جدي ډول د ایران دولت سره د ډیپلوماټیکو خبرو له لارې هواره کړي، او نړیوالې ټولنې ته په کار دي چې د مهاجرت د قوانینو په چوکاټ کې له ایران څخه پوښتنه وکړي.    
 
 بې وسي او غربت دا هغه څه دي چې موږ یوازې غندنه کوو. نور موږ باید چوپه خوله پاتې نه شو، د ګاونډیتوب او دښمنۍ  اصل لومړی وپيژنو او بیا یې  ورسره وپالو.