هېواد کې لس روغتونونه د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ باندې سمباليږي

روهي (دوه نۍ/۱۷ د غبرګولي)، د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، په افغانستان کې د یونیسف ادارې له مشر سره وکتل.
 
په دغه لیدنه کې، د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یونیسف ادارې له مشر سره په لسو ولایتونو کې د کوویډ -١٩ روغتونونو لپاره د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ د نصب کولو په اړه خبرې وکړې.
 
 ډاکتر مجروح، په اوسني وضعیت کې د دې د ستګاه وؤ  برابرول او نصب یوه جدي اړتیا ګڼي او د یونیسف ادارې له مسؤولینو څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې د دوی نصب او چمتووالي کار ګړندی کړي ترڅو هغه ناروغان چې اکسیجن ته اړتیا لري زیات لاسرسی وشي. 
 
د ناستې په دوام په افغانستان کې د یونیسف ادارې مشر ژمنه وکړه چې د کوویډ -١٩ روغتونونو لپاره د نصب کولو پلان چمتو کوي او ډېر ژر به یې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړي.
 
ټاکل شوې چې دغه دستګاه وې به د روان کال د غبرګولي په ١٩ د چهارشنبه ورځ هېواد ته را ورسېږي، چې د نصب او فعالولو کار به یې د کووېډ-١٩ روغتونونو کې پیل شي.