د مشهور کمېډین ابراهیم عابد وضعیت د ډاډ وړ ښوول شوی

د چراغ روغتون ادارې د افغانستان د مشهور کمېډین ابراهیم عابد روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښوولی او د ژر ښه کېدو هیله یې څرګنده کړې ده. 
 
د چراغ روغتون ادارې ویلي، چې د هېواد مشهور کمېډین ابراهیم عابد مخ په ښه کېدو او له خپلې کورنۍ او ملګرو سره یې د بېرته یوځای کېدو هیله څرګنده کړې ده.  
 
د ابراهیم عابد نږدې همکارانو پرون پر ټولنیزو رسنیو په یوه ترافیکي پېښه کې د عابد د ټپي کېدو خبر خپور کړ.
 
د عابد د یوه پخواني همکار ‘نبي روشن ویلي، چې ښاغلی عابد پرون له موټره تر ښکته‌کېدو وروسته موټرسایکل وهلی او اوس مهال په چراغ روغتون کې تر درملنې لاندې دی.