د لوی احمدشاه دراني د وفات ۲۴۹ کالیزې ته په ارادت - لومړۍ برخه

موږ په دې اړه ډیرلوستي چې احمدشاه بابا په آسیا کې د دراني امپراتورۍ بنسټوال اولارښود و، دده دواکمنۍ اونفوذ جغرافیا لویدیزته پرعرب سمندرګی،ختیراوجنوب ته پرهندوستان اوکشمیراوهمدسې شمال ته ترمرکزي آسیا پورې رسیده چې داهره خوا اوهرلوری کیدای شي دیوه ځانګړي تیزس په توګه د تاریخ زده کونکي اوپوهان وڅیړي اوځانګړي آثارورباندې ولیکي،ځکه دراني امپراتوري د آسیا په زړه کې دیوه مقتدرحاکمیت، نظام او نظام سالارۍ نوم اوپرتم دی چې ویاړیي یې د آسیا له تاریخي اوهنګامه جوړونکي مرکز کندهارڅخه پیل کیږي اودپرتم لویه هنګامه یې په ټوله آسیا کې په ویاړاوپرتم سره د آسیا یا شرق دتاریخ یومهم،حساس اوحماسي څپرکي جوړوي. 
 
داحمدشاهي سوبویوه لړۍ دده دلویې امپراتورې جنوب اوشرقي برخې یا هندوستان وچې یوازې اویوازې یې پرهغه لوري دخپلې واکمنۍ اوافغانستان دپولودساتنې په موخه پوځونه استولی اوهغه هیواد یی دیوه مرکزي نظم اونظام پرپوله درولی دی. لوی هندوستان ته په احمدشاهي دوره کې دوه لوی خطرونه چې یویی کورني اودویم یی باندنی ومتوجه ول.دغه دوه خطرونه یومرهټه اوبل انګریزان ول، مرهټه دجنوبی هند له مرهټ څخه (داسیمه داوسني پونې اړوند کلی اوسیمه وه چې بیا وروسته دجنوبی هند دغه حرکت هم دهمدغې سیمې په نامه مرهټه، یامرهټان باندې یادشو) راپورته شول، جنوب هندیی مسخرکړله هغه وروسته یي دمرکزي اوشمالي هندوستان پرلورپه خورا وحشت سره رامخه کړه، پرراجستان را پریوتل دراجستان زیاتره ښارونه دجیپورپه ګډون یې تاراج،ولسونه یې تباه اوله هغه وروسته یی ځانونه دمغلي کمزورې واکمنۍ مرکزډیلی اواګرې ته ورنږدې کړل،دلته یي دهندوستان مرکزیت له مستقیم خطرسره مخامخ کړچې خبره یې ترپنجاب اولاهوره پرې هم ورسیده،دوی دهغو تاریخي سیمواوخلکودځورونې اوبشپړتالان پلان هم درلودل. 
 
موږنه وایوچې مرهټه ځواک نه،مرهټه دهندوستان خلک نه ول، یوازې دومره ویلای شو چې دوی دهندوستان له پاره ان چې دکمزورې مغلي واکمنۍ په کچه هم دآزادۍ اونیکمرغۍ سیاسي اواداري پلان نه درلود، نامتوتاریخ لیکونکي (جی آن سرکار) دمرهټه په اړه داخبره په بشپړډاډ سره کوي چې:« هیڅ داسې منظمه هڅه چې هغه دې دخلکودپوهې اویووالي داسې نښه،هم دشیواجي اوهم د پیشوایانوترواک لاندې وخت چې دیوه منظم سازمان څرګندونه وکړي په مرهټه ووکې نه وه، دمرهټه ووچې کوم یووالی اوسازمان رامنځ ته شوی و،هغه په خپل واریومصنوعي، تصادفي اوان چې خطرناک یووالی اوسازمان و» 
 
ځکه خو ویلای شوچې مرهټه په خپل وخت کې نه دهندوستان په خیروواونه دسیمې،همداوجه وه چې ویې نه شوای کولای پریوه ملي اوهندي روحیه دهندوستان دخلکوملاتړدځان کړي، دوی چې پرهره سیمه ورغلل،پرخلکویی درنې مالیې اوجزیی حواله کړې، قومي ،مذهبي اوسیمه ییزتوپیرونه اوتعصبونه داهرڅه یې له ځان سره درلودل،چې نښې یې اوس هم دهندوستان په لویدیزاوجنوب لویدیزکې لیدل کیدای شی.دوی له دکنه ترډیلي پورې دتالان اوجګړو په زور ځان په خلکواوولسونوکې نامتوکړ، کله چې  دراجستان مرکزجیپورته راورسیدل دلته یی دغه ښاراوخلکو ته زیات مالي اوځاني تاوانونه ورسول اوله هغه وروسته یې خپلې دغې بدمرغې لړۍ ته ترډیلي اوترهغه هغې خواته دوام ورکړ،ترڅوچې  دهندوستان خلک ناچارشول اود دوی په وړاندې یې دیوه پراخ ائتلاف بندوبست پایله دلوی احمدشاه بابا پربلنه باندې پای ته ورسیده اوهغه یی ددغې لویې ستونزې درفع اودفع په موخه هندوستان ته وروباله. 
 
دویم خطري ځواک چې لوی احمدشاه ابدالي له مرهټه وووروسته له هغه څخه د بشپړې ناامنۍ احساس کاوه هغه انګریزان ول، انګریزانوپه هندوستان کې دخپل مادي اومعنوي ځواک دپیاوړتیا په خاطراوږدمدتي پلانونه درلودل، ځکه یی ځان د درني امپراتورې په ځوښ اولوړتیا کې آرام نیولی و اونه غوښتل ددرانیانو دځواک په مقابل کې چې د دوی له مقابلې اوتوانه لرې خبره وه په مستقیمه توګه هلې ځلې وکړي، دوی تردغه مهاله ځانونه بنګال ته رارسولي ول اوله هغه ځایه یې هندوستان اونوروآسیایی هیوادوته ځان یوازې په تجارتي څیره کې ورښود اوبس، پرهمدغه لامل دوی ان داحمدشاه ابدالي په زمانه اوترهغه وروسته د تیمورشاه په زمانه کې دتجارتي اوغیرمستقیموسیاسي اړیکو پرلامل یولړغیرمستقیم تماسونه ټینګ کړي وو،چې دغه تماسونه یی هم هغه شیطاني هڅې وې چې دهغوترشاه یی خپلې نقشې اوخپلې طرحې په خپل ټول شیظاني طلسم سره ترلاس لاندې نیولې وې. دانګریزانواودراني امپراتورۍ دواکمن تیمورشاه له خوا لومړی لیک انګریزچارواکي (وارن هېسټنګز) ته د ۱۷۸۵ کال داکتوبرپه ۲۶ نیټه دده دیوه لیک په ځواک په لاندې متن سره ورغلی دی:  
 
« ستا هغه لیک چي اوسنیو پېښو ته یې څرګنده اشاره کړې وه را ورسېدی. تاسي په هغه لیک کي دې خبري ته اشاره کړې وه چي زموږ د دوستانه اړېکوڅخه ډېروخت تېر سوی دی او ته به هروخت کوښښ وکړې چي دغه اړیکي لکه څرنګه  چې دي هغسي وساتې؛ او دا دوستي اوښې اړېکي به تر قیامته همداسي پاته وي.ستا استازی شاه عبدالله پیرزاده نقشبند هلته د ررسېدلی دی اوتاته یې زموږله شاهانه نیتونوڅخه اطلاع درکړې ده.تا عبدالله د دې لپاره زموږ حضور ته رالېږلی وو چي ستاد نیتونو په باره کي ماته اطلاع راکړي.اوس هم زه درته وایم چي تایو اعتباري سړی زموږ حضورته را ولېږه چي ستا د ټولو نقشواونیتونو په باره کي زموږ سره خبري وکړي.هغه را ورسېدی او موږ له هغه سره پر ټولو هغوشیانو باندي چي دواړوخواوو ته داهمیت وړدي خبري وکړې. تا ته معلومه ده چي دشریفو پاچاهانو هدف دبې وزلوخلکو په دادرسېدل اود ټولوانسانانو خدمت دی اوما خپل ټول ژوند ددغه خدمت په لاره کي تېر کړی دی. دا ځل چي ستاسی استازی عبدالله زموږ حضور ته راغی نودا یې راته وویل چي ته په څومره صداقت دخپلوخلکوخدمت کوې اوستاریښتینتوب مي پرتا باندي باورزیات کړی دی. هرکله چي ستا باوري استازی له ده سره زموږ حضورته رسیږي اوستا دهیلو او آرزو ګانو په باب ماته اطلاع راکړي نوهغه به منظوري سي. ته په هرفرصت کي د شاهي مهربانیود زیاتېدلو په انتظار اوسه.»( د بی. ورما له اثر- انګریزي ختیزه کمپنۍ اوافغانان  ۱۷۵۷-۱۸۰۰ څخه) 
 
یاداچې تیمورشاه بل انګریزچارواکي ته دشاه عالم د بیا واکمن کیدواوله هغه سره د نجیب الدوله دزوی غلام قادرخان دناوړه چلند په اړه په آمرانه توګه لیکي: 
« د دې تلپاتي کورنۍ د قدرت د پیل په سر کي،چي د فقید اعلیحضرت بریالي بیرغونه د هندوستان پر پراخو دښتونوباندي ورپېدل اود ډهلي ښارد هغه په لاس کښېووت نوعالمګیر پاچا وو. د عالمګیر له وفات څخه وروسته،شاه عالم پاچا سواو فقید اعلیحضرت پر هندوستان باندي سلطې ته دوام ورکړ.موږ هم له شاه عالم سره هغه پخواني سلوک ته دوام ورکړی دی. اوس موږ واورېدله چي غلام قادرخان یوسفزي،چي په روهیله مشهور دی، له بې ارزښتو اوبې فکروخلکو سره لاس یو کړی دی،یو بل څوک یې پر تخت کښېنولی اود سلطنت چارې یې ګډي وډي کړي دي. لکه څرنګه چي د شاه عالم ساتنه پر تاسي واجب ده او داساتنه د هغه له تلپاتي خاندان سره ښايي اوتاسي جناب له دغې کورنۍ سره اړیکي لری اود هغوی دوستان یاست؛ نو موږ ځکه تاسي ته اوامر صادروو چي تاسي له نورو اروپايی قدرتونو سره لاس ورکړئ اود خپل اعتبار او شهرت د زیاتولو په خاطر نمک حرامه غلام قادراود هغه بدبخته انډيوالان له منځه یوسی او شاه عالم ته بیرته خپل پلرنی تخت وسپارئ. ځنډ مه کوی؛ زموږ پر دغې موضوع ډېرفکرخراب دی. دا زموږ امر دی.د غلام قادرله منځه وړل عملي کړی او په دې توګه زموږله خاندان سره دوستي اوشاه عالم ته وفاداری وښیاست اوموږ ته، د خپلو عملیاتو په باره کي، اطلاع راکړی.» ( د بی. ورما له اثر- انګریزي ختیزه کمپنۍ اوافغانان  ۱۷۵۷-۱۸۰۰ څخه)
 
په هرډول انګریزانودتیمورشاه پرمهال خپلې توطیې په خورا نیرنګ سره پیل کړې،دشاه عالم، انګریزانو،شجاع الدوله توطیه هغه سازش وچې د هندمسلمانانواوپه ځانګړې توګه دروهیلکنډ پښتنوته په کې زیات تاوانونه اوبدمرغۍ ورپه برخه شوې،،دنواب محبت خان اوپه زرګونوپښتنووژنې دهمدغې توطې یوه برخه وه چې انګریزانود تیمورشاه دهمداسې بی تفاوتیوپه پام کې نیولوسره عملي کړې دي. همدغه لویه توطیه وه چې له بنګال اوټول هندوستان څخه دلوی احمدشاه بابا دانګریزانودایستلونقشه اوپلان عملي نه شو، احمدشاه ابدالي دمرهټه وو دخطرله منځه وړلو وروسته له هندوستان څخه دانګریزانودایستلوجدي پلان چې موږهغه ته دهند له پاره د دویم خطرپه توګه اشاره وکړه دجنګبازخان اواحمدخان بنګش په ملتیا اواستولوسره ترلاس لاندې درلود. ( دزیاتومعلوماتو له پاره د علامه رشاد داحمدشاهی عصرنومیالی ، ګلستان رحمت اوافغانستان اوبریتانوي هند آثارلوستلای شئ) 
 
د دراني امپراتورۍ یوشمیرمتحدین 
دلوی احمدشاه بابا په وړاندې پردووخطرونوبرسیره چې دواړه د دراني امپراتورې دښمنان ول، باید په لنډه توګه دهغومتحدینویادونه هم راته اړه ښکاره شوه، هغوی چې هندوستان ته په راتګ ، بلنه اوجګړو کې یې له احمدشاه ابدالي سره مرسته وکړه،دغه ځواکونه دهندوستان سیکان،د هندوستان مسلمانان، راجپوت اوتریوه حده جټان ول. په دغه اړه خبره له سیکانوپه لنډه توګه را پیل کوو: 
سیکان دهندوستان په شمال په تیره بیا پنجاب کې له ډیرپخوا یومنل شوی ځواک و، دی اووي به. له دراني امپراتورۍ سره د دوی اتحادهم څه آسانه خبره نه وه، دوی ترڅوچې وس یی کیده خپلې سرکښئ اوخپل مقاومتونه وکړل، خوپه پای کې پردې باوري شول چې د دوی ګټه ترجنګ په سوله کې زیاته ده،ځکه یی له یوشمیرمالي اوځاني زیانووروسته د دراني امپراتورۍ ملاتړوکړاواحمدشاه ابدالي هم د دوی په منځ کې دیوه پیاوړي ډاډ په پایله کې پرهندوستان ورکښته شو،ترټولوجالبه خبره داده چې سیکانوله ابدالي ځواک سره دجګړې ترخه مزه وڅکله، اوپه پای کې دوی (سیکان) پردغه ټکي باوري شول چې له دوی سره هیڅوک اوهیڅ ځواک په دغه حساس وخت اوحساس موقعیت کې هیڅ ډول مرسته نه شي کولای.ځکه خویې له غره ترسروهلودسازش اوتسلیمئ تګلاره غوره وبلله اوځانونه یې آرام ونیول، دوی په خپل دغه دریځ سره نه یوازې زیان ونه کړ، بلکي راتلونکي ژوند اویواوچت برخلیک یې دهند په نیمه وچه تضمین شو اودیوه لوی اواوچت ځواک په توګه ترننه پورې دهند دنیمې وچې په جغرافیا، تاریخ اوسیاست کې فعال پاتې شول. دسیکانودنامتولیکوال اومورځ د آثارو په ریکارد کې مې  چې یو زیات شمیریی د پټیالې اودهند په ملي آرشیفونو کې خوندي دي د دراني امپراتورې اوسیکانوداړیکو په باب دغه جالب ټکي لوستی: « سیک،سیکي هویت اوپرتم چې نن سبادغوخلکوته دهند په نیمه وچه کې ورپه برخه شوی، ددې ټولولامل د دراني امپراتوري اوپه سرکې داحمدشاه ابدالي برکت اوپاملرنه وه، چې  دوی یې په سیمه کې په یوه ځواک باندې واړول، سیکان تل باید له همدې امله د دراني امپراتورۍ مرهون اوپوروړي وي.» په هرډول ، سیکان داحمدشاهي واکمنۍ له پلویانواومتحدینوڅخه په یوه ځانګړي حساس موقعیت اوحساس وخت کې وو. 
 
دویم ځواک په دغه ائتلاف کې دهندوستان مسلمانان په تیره بیا پښتانه وو،دایوازنې قاطع ځواک وچې لوی احمدشاه یی هندوستان ته وروباله څوله دوی سره دهندوستان دستونزودحل په کارکې مرسته وکړي اوهندوستان دمرهټه ووله شره وژغوري، په دغه یوالی کې د لوی سپه سالار نجیب الدوله یوسفزي ، شجاع الدوله، احمدخان بنګش اونورونامتومشرانواوسالارانونومونه په سرکې راځي، ددوی په ملګرتیا اوملتیا احمدشاه ابدالی په هندکې دیوه بریمن ځواک په توګه را وپړکیده اوله مرهټه ووسره دیوې پریکړنې جګړې (۱۷۶۱م )په ترڅ چې دپاني پت په لویه جګړه باندې نامتوده بریمن را ووت اودمرهټه ووهغه ځواک چې ټول هندوستان ته یې دسرپه کاسه کې اوبه ورکړي وې دتل پاره ختم کړ. په دغه برخه کې د لوی اسلامی روحاني اونامتومحدث شاه ولی الله دهلوي ونډه بله هڅه وه چې دخپلو لیکونوپه ترڅ کې یې  داسلام یوازني فاتح پاچا اعلحضرت احمدشاه ابدالي ته بلنه ورکړه چې دهغه له بلنې سره سم یی هندوستان ته یوځل بیا یوه نوې روح ورکړه،دده ټول بلن لیکونه دهندوستان په تاریخ کې دهغوزرینواسنادو ځای لري چې دهغوله مخې کله هم پردرانۍ امیراتورۍ اوپه تیره بیا احمدشاه ابدالي باندې دیرغلګر،غاصب او تالانګرواکمن نوم اوتورنه شي لګیدای، دشاه ولی الله له مکتوباتوڅخه: " الحمداللہ رب العلمین ولصلوۃ والسلام الاتمان الاکملان علی رسولہ شفع المذبنین یوم الدین والہ اصحابہ اجمعین امابعد . این کلمہ چند است حمیت اسلام حامل برعرض آنھا شدہ ، حق عزوعلاآن را برمسامع علیہ برساند ، وجود پادشاھان اسلام نعمتی است بغایت عظیم... باید دانست کہ ولایت ھندوستان ملکی ست وسیع ، اوایل ملوک اسلام درمدت بسیار بہ مجاھدہ بی شمار بہ دفعات این ولایت را مسخر ساخته اند سوای دھلی کہ جای نشت پادشاھان صاحب اقتدار بودہ است درھرناحیہ فرمانروای علاحدہ بود، مثل گجرات ، احمدآباد ، کہ والی جدایی داشت، وتھتہ راپادشاھی دیگری وبنگالہ درتحت وتصرف حاکم دیگر واودھ محل سلطنت شخصی دیگر کہ اورا سلطان الشرق می گفتہ اند وملک دکھن عبارت ازپنج سلطنت است ،برھانپور، وبرارواورنگ آباد وبیجاپور، که  درھرولایت ازین ھا پادشاھی مستقیل بودہ است ودرمالوہ حاکم جدا فرمانروا ، ھریکی ازین مواضع کہ نام کردہ شد ،پادشاھی علاحدہ صاحب فوج وصاحب خزانہ میداشت ... " (دشاه ولی الله سیاسی لیکونه ۴۶مخ )
 
دریم ځواک جټان وو چې دوی ترډیره حده ځان ساتی دریخ درلود، په دې معناچې کله به یی له مغلي کمزوري حکومت، کله هم له مرهټه وواونوروځواکونه سره تړونواومعاملې کولې، جټان له دې امله مهم ول چې د ترډیرې کچې یې دهندوستان پلازمینه ډیلی په خپل واک کې درلود، برسیره پرډیلی د دوی دواک په ساحه کې بهرتپور، اګره ،متهورا، میوات، روهتک، میرت، علی ګړ، فرید آباد اودډیلی نورې شاوخوا سیمې راتلې. دوی ان اوس هم  دډیلی په شاوخوا کې دلویو ځمکوخاوندان دي، دډیلی اوسني ښارګرد سره د دوی پرمځکوباندې ودان شوی اوپراختیایی موندلې ده. په احمدشاهی دورکې ددوی مشرسورج مل جټ و، چې ده هم په خپل ټول ځواک سره د دبیلابیلوځواکونوسره دمعاملوښه تجربه 

 
درلوده،جالبه خوداده چې دی په خپل وخت کې له لویواوځواکمنوراجاګانوڅخه و،ده له راجپوتوسره هم جنګونه وکړل اوسازشونه، ده له نجیب الدوله هم معامله درلوده، ده له مرکزي کمزوري حکومت،په تیره بیا وزیرصفدرجنګ سره لاس اوګیریوان شو، اودی یوازنی غیرمسلمان راجاوچې خاین صفدرجنګ یې دفریدآباد له جاګیرڅخه وشاړه اوخپل واک یی پرهغه سیمه باندې وساته، ده له مرهټه ووسره هم سخت جنګونه وکړل. همدعه جټ واکمن وچې له ابدالي ځواکونواوپه خپله احمدشاه ابدالي په وړاندې په ګونډوشواوله هغه سره یې هم نیم بند سازش ته غاړه کیښوده اوځان یی له افغاني ځواکه په امن کې وساته ، دهند دتاریخ لیکوال دده دحیرانونکي کرکترپه اړه حیرانونکې لیکنې لري، اودی دخپل وخت له نامتودیپلوماتانوڅخه ګڼې اووایی چې دی دومره ماهرسیاستوال وچې ځان یې د مرهټه وواوافغانانوترمنځ له ریزمریزکیدوڅخه په خورا مهارت سره وژغوره، وایی چې دی په عین حال کې چې لوی راجاو، د لوی ځواک جټ مشرو، خو بیایی هم دوخت اوزمان اوحالاتو ژورتحلیل له ځان سره درلود اودقیق وخت پیژندونکي واکمن و، له مرهټه ووسره یې دپاني پت ترجګړې څومیاشتې دمخه اړیکي وران شول، مرهټه وو تصمیم ونیو چې دی له منځه یوسي خو ځان یی تریوې خواته کړ،مقاومت یې وکړخو، خو احمدشاهي پوځونویی هرڅه ورخاورې کړل، ناچاریی په خپل ټول واک اوځواک سره یې ځان دلوی احمدشاه په مقابل کې یوناڅیزه اوبی اهمیته څوک وباله،چې پوه شودراني واک اوځواک ترډیلي پورې را ورسید، احمدشاه ابدالي ده ته هم بلنه ورکړه چې باید ده ته ورشي اودده داطاعت وکړي، د ددغې بلنې په ځواب کې احمدشاه ابدالي ته یې یولیک ولیکه دا لیک ډیرجالب لیک دئ چې دلته یې دیوه جالب تاریخي سند په توګه په ګډه سره لولو، دی لیکي چې:
احمدشاه ابدالي ته د سورج مل لیک، کله چې احمد شاه له ده غوښتنه وکړه چې دده په وړاندې دې حاضرشي:
« ما دهندوستان په واکمنۍ کې د واک اوځواک کوم مهم ځای اومنصب نه درلود.زه یوله هغوځمکه والوڅخه یم چې په بیابان کې ژوندکوم .دخپل ارزښت اواهمیت په اړه هم زه داسې څوک نه یم لکه چې دوخت امپراتوران فکرکوي، زه ورته مهم ښکارم اوزما پرچاروکې مداخله راکوي. اوس داسې ځواک لکه اعلحضرت، چې هوډمن شوی یاست چې ما وګورئ اومخامخ مې ځان ته د جګړې په ډګرکې ودروئ،بیا ددغه کاراودغه بی اهمیته کس پرضد خپل پوځ ته قومانده ورکړئ،دا ډول چلن به یوازې دداسې لوی ټولواکمن د پرتم او لویی له پاره شرم اودا به زما غریب له پاره په خپل ذات کې یولوی ویاړ اوفخروي اوکیدای شي نړۍ دا ووایی چې د ایران اوتوران امپراتورله ډاره پریوه داسې بی ارزښته اوخوارکي کوچي باندې وروبلوسید اویرغل یې پروکړ. دغه چارې کیدای ستاسې اعلحضرت په وړاندې له شرمه ډکه مساله وي، تاسود تاجونو اوویاړونوخاوند ته،برسیره پردې، به یوه بریالۍ اووروستۍ اوهراړخیزه پایله هم یقیني نه کړئ.که چیرې تاسې په خپل ټول دغه سنبال شوي ځواک سره،ماغوندې یوڅوک مات اوخوارکړئ په دغه کارسره به تاسې ته څه ګټه درپه برخه شي؟ زما په برخه کې به هرڅوک داوایي  چې:« دغه خوارکی سړی څومره پیاوړی اوځواکمن و؟»خوکه چیرې دلوذات رضاوه، اوحالات په مخالف لوري وروګرځي، هغه چې هیچاته هم نه ده څرګنده، نوبیابه خبره په څه پای ته رسیږي؟ 
 
داټول واک اوځواک چې دهغه اعلیحضرت زرق برق لرونکو سرتیرو په تیرو یوولسوکالوکې دځان په برخه کړی دی، دا به ټول دسترګو په رپ کې له منځه لاړشي. دا دحیرانۍ وړخبره ده چې تاسود لوی زړه لرونکي اعلیحضرت داسې واړه شي ته پام نه کوئ، اوپه خپل ټول ځواک اوجنګیالیوسره د قهراو ګواښ قومانده ورکوئ، ددغه لوی اواوږده سفرستونزې موپرځان باندې ددغې بې اهمیته بریا اوفتحی په خاطراخیستي دي،چې دهغې په ترڅ کې زما اوزما دهیواد دعام وژنې قومانده په نظرکې ده.سرتیري او جنګیالي کله هم په دغه برخه کې ځان ته امتیازنه غواړي،زه دځان په اړه دا وایم چې زه اوس ترپنځوس اوښتې یم، پوه اوهوښیارسړي هم پردغه فانی ژوند باندې ایمان اوباورنه لري.ما دژوند دغه پړاوتیرکړی دی،پرپاتې یي نه پوهیږم.خو تردې به لویه لوریني اوډالۍ نه وي چې دشهادت جام مي په برخه شي.دا به زراویا وروسته له جنګیالیو سره دسرکښوپوځیانو په وړاندې په ډګررا په برخه کړي اوزما نوم په پاتې شي اوزما دپلرو پرځمکه به دخپل عصرد کتاب په پاڼوکې دا وریادوي چې یوه بیواکه اوکمزوری بزګرڅنګه له یوه پیاوړي ټولواکمن سره په یوه لیکه کې یوشان سا اخیسته، اوورسره جنګیده،له هغه پیاوړي واکمن سره چې لوی لوی پاچهان ترپښولاندې کړي وواوداهدف اوهیله به دهروفادارسړي په زړه کې پرته اوپاته وي. ان که زه وغواړم چې ستا فرشته ډوله دربارته درشم اوهلته برخه واخلم ، زما دوستان ماته ددغه کارسلا اومشوره نه راکوي، په داسې یوه حال کې به هغه اعلیحضرت،دعدالت سرچینه ما وبښې، داکاربه دکومی کمزورۍ لامل نه شي،بلکه دابه ستاسې دلامهمو سفرونواوبریولامل شي اوستاسې عزت اوپرتم ته به داکارد هیڅ ډول خطرلامل نه شي. زما ددریو کلاوو په اړه چې ستاسې قهریې را پارولی رښتیا داده چې ستا چارواکوهغوته دغڼي دکمزورې ځالې په سترګه کتلي وو،هغوی ته دیوازې دیوې سیالۍ اومقابلې په ترڅ کې، دلوی خدای په مرسته،لکه د سکندرد دیوال په شان په یوه نه ماتیدونکي سنګرباندې اوښتې و. »  
(cbkwgl.wordpress.com/2014/06/20/suraj-mals-letter-to-ahmed-shah-abdali)
يادونه: د همدې لېکنه دويمه برخه به ژر پر ليکه شي. 
ــــــــــــــــــــــــــــــ
دلوی احمدشاه دراني د وفات ۲۴۹ کالیزې ته په ارادت!
د راجپوتانې راجا، مادوسینګ کهچوا  (۱۷۲۸-۱۷۶۸ )  
دلوی احمدشاه بابا یوبل نامتوهندي متحد
راجا مادوسینګ کهچوا (۱۷۲۸-۱۷۶۸) 
لیکوال: پروفیسورعبدالخالق رشید دنهروپوهنتون استاد