ولسمشر غني: ډاکترانو سره ناوړه چلند کوونکي تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې نیول کېږي



روهي (نۍ/۱۵ د غبرګولي)، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کرونا د دریمې څپې د مدیریت په اړه عامې روغتیا وزارت سره په غونډه کې په دې اړه د دولت په راتلونکو اقداماتو بحث او خبرې وشوې. 
 
په پیل کې جمهوررئیس غني وویل، له چین څخه د کرونا ضد ۷ سوه زره ډوزه واکسین به په نږدې راتلونکي کې را ورسېږي او په کور دننه او له بهر څخه د اکسیجن اړتیا پوره کولو لپاره لازم اقدامات شوي دي. 
 
جمهوررئیس د کرونا دریمې څپې بحران ته په اشارې وویل، د عامې روغتیا وزارت ترڅنګ ټول باید په مسوولیت منلو کې شریک شوو او د دولت رهبري د همغږۍ او همکارۍ زیاتوالي لپاره هر وخت مرستې ته چمتو ده.
 
د هیواد جمهوررئیس وویل: دولت د ډاکترانو حیثیت، عزت او وقار ساتلو ته ژمن دی او له دوی سره ناوړه چلند کوونکي به تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیول شي. 
 
ورپسې د عامې روغتیا سرپرست وزیر په هدفمند ډول د کرونا واکسین د تطبیق ډاډ ورکړ وې ویل، په روغتونونو کې مو د اکسیجن کموالي پوره کولو لپاره منظم پلان ترتیب کړی او یو شمېر روغتونونه د اکسیجن مرکزي سیستم سره وصل شوي، پاتې به هم وصل شي. 
 
جمهوررئیس د غونډې په پای کې د ټولنیزو محدودیتونو په اړه د عامې روغتیا وزارت او اړوندې کاري کمېټې یو شمېر وړاندیزونه تائید کړل او د ورځنیو کاري فرصتونو د ایجاد لپاره یې د کابل والي او ملي پراختیا شرکت ته د کارموندنې پروژو د پیلولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.