د ملي ارزښتونو کباړ

ښه مې په یاد دي؛ د ۱۳۷۱ لمریز کال د غوايي د اتمې په ماښام؛ زه د فاتحینو د کاروان په څلورم ډاټسن کې د څو عربو ژورنالستانو سره یو ځای ناست ووم. د نیمګړي مازیګر وړانګو د ماهيپر دنګ غرونه په غیږ کې ټینګ نیولي وو چې موږ پلچرخي ته ورسیدو. د پولیګون د سړي خورو کندو څخه لږ وړاندې، د ښي لاس دیوال ته مې په پام شو. په چڼیدلي خط باندې یوه کرښه لیکل شوي وه: « قشنګ، ارزان، با دوام ». د برغنډ برغنډ سړک بلې غاړې ته یوه غنچه ترهیدلي کابلیان د پلاستیکي ګلانو سره ولاړ وو؛ د هرکلي لاسونه یې ښورول. د مجاهدینو د تکبیر نارو، د مکرویانو په تغمې تغمې بلډنګونو کې انګازې کولې. ناهید به شاید په څلورم چت کې خوشحاله ناسته وه چې د ننګیالیو د قافلې ننداره وکړي. 

پورته مې د اسمان شفق ته وکتل چې لا ژیړ وو، خو خبر نه وو چې ډیر ژر به تک سور شي. د چا په خوب او خیال کې هم نه راتلل چې د ملیشو سالار به د یو ښاغلي لپاره، خالد بن ولید او د بل منلي لپاره، فرزند عزیز شي. هیڅ چا تمه نه لرله چې د ولسمشر او صدراعظم د ټیمونو ترمنځ خونړی میچ به، د تاریخ یوه رسوا کیسه شي. ملا او امي، ټول په دې باور وو چې د خلق او پرچم نظامونه د دین او دیندارو خلاف، د دښمنۍ په مورچل کې ناست دي. خو هیڅ چا داعقیده نه درلوده چې ګوندې د برق ستنې، دفترونه او پلچکونه دې هم کافر وي. 

ورځې لاتیرې نه وې چې د هیواد الوتکې، ټانکونه او توغندي اره اره، د کباړ په لاریو کې مخ په ښکته بار شول. ترڅو د ګاونډیانو د ذوب په فابریکو کې له هغو څخه کټارې، پنجرې او ځنځیرونه جوړې شي. که د هلاکو لښکرو د بغداد کتابخانې او جبه خانې د فرات او دجلې په سیند کې لاهو کړې، نو هم یې علت څرګند دی هم یې معلول. خو کابل جان د هغه چا د هوس نذارنه شو چې ځانونه یې د نجات پریښتې بللې. د ګوتو په شمار کلونه وروسته، دوئ لاړل، نور راغلل. په ارګ کې د کوچونو په ځای توشکونه هوار شول، دفتر داري په انډیوالۍ واوښته او هرڅه په نوي خم کې رنګ شول. له هوا څخه د کابل د ښار ځینې برخې د ګنجي سر په څیر او څه یې د هیروشیما د فوټو شاپ غوندې ښکاریدلې. مګر که څوک شل کاله وروسته همدا نن شپه د الوتکې له کړکۍ لاندې وګوري، نو اریان دریان به شی چې آیا دا هماغه کابل دی، که دوبۍ ده یا استنبول؟ 

په کابل، فاریاب او بامیان کې وروستیو سیاسي غونډو، د برخه والو شعارونو، ترانو او د ټوپک په ژبې د خبرو سلیقې وښوده چې د نظام ظاهري پلویان، د هغه له وسله والو مخالفینو سره چندان توپیر نه لري. که ملیشې اوس هم د جنګي حرص، ډار او سیاسي بغاوت ذهنیت لري؛ یا پردي پالي ملي ارزښتونو ته ارزښت نه ورکوي، نو هرڅوک پوهیږي چې د غل په ږیره خس دی. عمومي انګیرنه دا وه چې ځموږ نوی کول به د ټوپک په ځای د قلم او د کرکې په ځای د مینې او پخلاینې کلتور را ژوندې او پیاوړې کړي. مګر داسې بریښي دوئ د اساسي قانون او ملي ارزښتونو هغو مادو او بندونو ته ژمن دي، کوم چې د هغوئ له اشتها سره برابر وي او وجاهت یې خوندي ساتي.
هیواد ته له لویدیځ څخه د ګریس بندو کارپوهانو او مشاورینو دربس جهازونه راغلل. ځینو وطنوالو ګڼله چې دوئ خو د قانون او اصولو په چاپیریال کې روزل شوي او لوبیدلي خلک دي حتما به دا وطن، باغ حرم او د سیالانو سیال شي. خو دغه هیلې ورو ورو د شګو سراب، پیکه او سرچپه شوې. ستونزه دا نه ده چې دوئ دوه ګونی تابعیت لري، یا هر یو یې د ځايي مامور لس چنده او شل چنده معاش اخلي. خبره په دې کې ده چې دوئ نه د خپل ولس غوښتنې سمې درک کړې، نه یې له ژورو مذهبي ریښو او حساسیتونو سره ځانونه اشنا کړل. ښایي ځموږ د ولس په سپیره تندي کې به د بخت لیکې، له پیله همداسې کږې وږې رسم شوې وي. 

د ملت مفهوم ازلي دی که مصنوعي، وچ قومي شعار دی، که د پرګنو د عروج او زوال داستان؟ دا بحث ځانګړې مقالې ته پریږدو، خو د ګردې نړۍ اسلامپالي، ملت پالي، لویدیځ پالي، غربیان، شرقیان، کمونستان، عرب، عجم، فارس، ترک او تتار ټول یوه خوله دي چې « د یوې ځانګړې جغرافیا دننه، ګډ نژاد، ګډ کلتور، ګډ مذهب او ګډ تاریخ د یو ملت د هویت بنسټونه دي. د دوئ ملی بیرغ، ملي سرود، ملي پولي واحد، سرحدونه او وسله وال پوځ، د هغوئ ملي ارزښتونه بلل کیږي». ملي ارزښتونه هغه اخلاقي اصول دي چې د یوې ټولنې وګړي په یو دسترخوان او یو نغري راټولوي. بیدار ولسونه خپل ملي ارزښتونه له مادي ګټو څخه ډیر لوړ، یو عاطفي تړاو او د خپل ویاړ سرچینه ګڼي. په غړیدلو سترګو مو ولیدل چې د مادي توپان سختو څپیړو ځموږ د ولس دواړه مخونه وسیځل، خو لا ژوندی دی او د غورځو پرځو وړتیا لري. ولې د معنوي ناورین بیه ډیره درنه او جبیره یې ناشونې ده.

که ملي ارزښتونه مو کباړ شوي نه وای، په یوه ورځ به د ارګ دننه دوو جنابانو د ولسمشرۍ لوړې نه پورته کولې. نن به د ولسي جرګې په تالار کې د هزارستان او فدرالېزم نارې نه اوریدل کیدې. د خپل هیواد ستر ویاړونه به مو د ایران د تمدني حوزې برخه نه ګڼله. ځوانان به مو د اخوندانو په لاس ژوندي په اور کې نه سوځیدل. د سولې په خیرات پسې به د کعبې په ځای، د لینن کبیر مزار ته څوک نه تلل. او بلآخره، د ملي بیرغ او ملي سرود تقدس به مو په دومره کچه کاڼي نه تلل کیده، لکه څومره چې د جهاد او مقاومت یارانو په خپل دوکان کې وپلورولو. 

کومې ټولنې او ولسونه چې خپل ملي ارزښتونه کباړ کړي، بیا دې منتظر اوسي چې د مچیو په ځای، به یې مچان چیچي او د پردیو کوڅه ډب سپي به، د دوئ زمریان داړي.