محقق: ملي امنیت د کابل لوېدېځ لپاره امنيتي طرحه رد کړه

روهي ( جمعه/۱۴ د غبرګولي)، په امنيتي او سياسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار محمد محقق وايي چې ملي امنیت د کابل لوېدېځ لپاره امنيتي طرحه رد کړې ده. 
 
محمد محقق ويلي دي چې د يادې طرحې رد د خلکو په منځ کې پوښتنې راپورته کړي دي. محمد محقق ويلي دي چې د کابل په لویدیځ کې هره ورځ چاودنې کيږي چې د زغم وړ نه دي. 
 
نوموړي ټينګار کړی دی چې د يو قوم نسل وژنه روانه ده او حکومت ته په کار ده چې په دې برخه جدي تدابیر ونیسي.