د افغانستان بهرنيو چارو وزارت: پاکستان ته نه ده په کار چې په دې حساس وخت کې تورونه ولګوي


روهي (جمعه/۱۴ د غبرګولي)، د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د پاکستاني چارواکو وروستيو څرګندونو په اړه چې د افغانستان د سولې بهير په اړه يې کړې وي غبرګون ښوودلی دی. 
 د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت، د سولې ویجاړونکو په هکله د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه، دا په ډاګه کوي چې د سولې ویجاړونکي هغه دي چې د سولې لپاره د افغانستان د خلکو او نړۍ مشروع غوښتنې ردوي، جګړه یې ګړندۍ او وینې تویولو ته یې ادامه ورکړې ده. د سولې ويجاړونکي ټولو ته معلوم دي. 

په افغانستان کې سوله، په کومه کې چې د سیمې هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان ګټې هم تړلې دي، یوازې د بیانیو او اعلامیو په صادرولو سره نه ټينګيږي. د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه پاکستان ته سترګې په لار ده ترڅو داسې ګامونه پورته کړي چې د سولې معنی لرونکې خبرې پیل او تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره، عملي پایلې ترلاسه شي. 

پدې حساس پړاو کې د تورونو لگول جوړونکي ندي او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات په ګټه ندي."