پکتيکا: د پروان له زندان څخه څلور تنه بنديان خوشي شول

 د پکتیکا د سولې او بیا پخلاینې شورا د هڅو په لړ کې د پروان له زندان څخه څلور تنه بندیان خوشي شول
پکتیکا ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
مسؤول  مخلص افغان
۱۳۸۹کال د سلواغې لومړی نېټه
هغه ځانګړي غونډه چې د پکتیکا ولایت د غونډو او کانفرانسونو په تالار کې د پکتیکا والي محب الله صمیم تر مشرۍ لاندې جوړه شوي وه د ولایتي شورا رئیس عبدالمبین فقیرزاده، اداري چارواکو ، د سولې او بیا پخلاینې شورا غړو ، د پکتیکا ولایت ګڼوقومي مشرانو، علماوو، سپین ږیرو، د مدني ټولنو استازو، او په پکتیکا کې د ائتلافي ځواکونو قومندان برخه درلوده.
په پیل کې د پکتیکا والي محب الله صمیم په خپلو پیلیزو خبرو کې سوله د خدای تعالی حکم او د بشر هیله وبلله او په وسله والو مخالفینو یې غږ وکړ چی نور د بې ګناه افغانانو له وژنې لاس په سر شی او د هیواد په بیا رغولو کی خپله پراخه ونډه واخلي، صمیم زیاته کړه چې افغان دولت په خپلو سولیزو ژمنو وفا کړي چی دادی په تړاو یې د پروان له زندان څخه څلور تنه بندیان ازاد او خپلو کورنیو ته ورسپارل شول.
وروسته دولایتی شورا استازو،قومي مشرانو او د هغه بندیانو خپلوانو چې د سولې او بیا پخلاینې شورا په هلو ځلو تازه له بنده خوشي شوي د یادې شورا څخه د مننې تر څنګ په هیواد کې دسوکالۍ او ښیرازۍ لپاره د هر ډول سولیزو مرستو ژمنه وکړه.
په پاي کې هغه بندیانوچې دپروان له بند څخه خلاص شوي دافغان دولت او ايتلافی ځواکونو دسالم چلند څخه مننې په ترڅ کې په پوره خوښۍ سره دخپلو خپلوانوسره یوځای شول. 
مخلص افغان
د پکتیکا د والي ویاند ۰۷۹۷۵۰۹۰۱۰