عبدالله: د خواشينۍ ځای دی چې حکومت تر اوسه (د بدلون پاڅون) قربانيانو برخه کې عدالت پلی نه کړ

روهي (څلور نۍ/۱۲ د غبرګولي)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن ورځ د پاڅون بدلون غورځنګ پر غړو د برید په څلورم تلين غونډه کې پر حکومت نیوکې کړې چې دې برخه کې يې سستي کړي.
 
نوموړي ويلي دي چې څلور کاله وړاندې د پاڅون بدلون پر غړو خونړی برید وشو؛ ډیر ځوانان په کې ووژل او ټپيان شول، خو تر اوسه حکومت دې برخه کې جدي کار نه دی کړی. 
 
د پاڅون بدلون پر غورځنګ څلور کاله وړاندې چاودنه وشوه چې د نورو کسانو ترڅنګ د مشرانو جرګې د اوسني لومړي مرستيال محمد علم ایزدیار زوی سالم ایزدیار هم په کې ووژل شو.