ولسمشر غني: حکومت د کرونا دریمې څپې د مهارولو بشپړ تیاری لري


روهي (یوه نۍ/۹ د غبرګولي)، د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې جمهوررئیس محمد اشرف غني  نن  غرمه د عامې روغتیا وزارت مسوولینو سره په غونډه کې د کرونا دریمې څپې د مهارولو لپاره د حکومت په تیاریو د بحث پر مهال د هغوی پلان واورېده. 
 
جمهوررئیس غني د منابعو مدیریت، راتلونکو اقداماتو، د همغږۍ زیاتوالي او د محدودیتونو تشخیص لپاره د عامې روغتیا وزارت د راپور ارزونې پر مهال وویل، حکومت د دریمې څپې مهارولو لپاره بشپړ تیاری لري او بین المللي روغتیایي بنسټونه دې د موثرې همکارۍ په موخه له افغانستان سره خپلې ژمنې په بشپړ ډول تطبیق کړي.
 
ورپسې د عامې روغتیا وزارت سرپرست او اړوندو مسوولینو د کرونا وبا د دریمې څپې د مهارولولپاره د تیاري راپور وړاندې کړ وې ویل، د تېرو دوو څپو له تجربو څخه په استفادې په سیستم کې کافي ظرفیت رامنځته شوی او د پي سي ار یا  دکرونا ټېسټ ظرفیت لوړولو او ناروغانو ته پر وخت د اکسیجن برابرولو لپاره منظم پلان ترتیب شوی دی.
 
د هیواد جمهوررئیس وویل: د درملو او طبي تجهیزاتو کموالي په اړه د عامې روغتیا وزارت وړاندیز ته عاجل رسیدګي کېږي. د خلکو د واضح عامه پوهاوي ترڅنګ دې له منابعو څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره ولایتي ادارې لا منسجمې او مسوولیتونه واضح شي.