کابل قصبه کې د کرونا ويروس سل بستريز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

روهي (يوه نۍ/۹ د غبرګولي)، د افغانستان د عامې روغتيا چارسمبال وزير ډاکټر وحيد مجروح نن ورځ کابل قصبه کې د کرونا ويروس د ناروغانو د درملنې سل بستريز روغتون پرانېست. 
 
دغه روغتون سل بستره لري، د کرونا ويروس د درملنې برخه کې پرمختللي وسايل په کې شته او د لوړې ټېکنالوجۍ درلودونکي وسايلو باندې سمبال دی. 
 
د عامې روغتيا چار سمبال وزير ډاکټر وحيد مجروح د روغتون د پرانېستې په مراسمو کې ويلي دي، چې څه وخت وړاندې د دغه روغتون د جوړېدو چارې پیل او د کرونا ويروس د درېيمې څپې په چټکتیا سره نن پرانېستل شو. 
 
وحيد مجروح دا هم ويلي دي چې کابل کې د جناح روغتون او همدا ډول د افغانستان او اندونيزيا د دوستۍ پوليکلينګ روغتونونه د کرونا ويروس د درملنې لپاره ځانګړي شوي دي.