
روهي (يوه نۍ/۹ د غبرګولي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني "د بهرنیو ځواکونو وتل او د لوبې د تغير فرصت" سیمنار په يوې برخې کې ويلي دي چې افغانستان په تېر کې د سيمې د هيوادونو په پرتله د څلورم تر ټولو غښتلي هوايي ځواک څښتن هېواد وو.
ولسمشر محمد اشرف غني ويلي دي چې د هغه وخت الوتکې، ټانکونه، فابريکې او نو څه شول؟ دا زمونږ لپاره د ملامتۍ نه بلکې د عبرت يو درس دی.
نوموړي ويلي دې چې تېر ته په کتو او د افغانستان د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندان په توګه به هغه سرتیری چې هره ورځ قرباني ورکوي یوازې نه پرېږدي.
نوموړي د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي چې افغانستان هغه بې ساري هېواد دی چې د شيعه ګانو او سني مذهبه ټينګ يووالی لري او دلته د هېواد ټولو ژبو ته درناوی کيږي.