ويکیليکس : ایران دنړۍ په کچه دمخدره مواد قاچاق کوي


ويکیلیکس دامریکايي ډیپلوماتانو هغه ټیلګراف خپور کړې دی ،چې دایران په اړه ېې چمتو کړې و په دې کې راغلې دي ،چې دایران دنړۍ په کچه دمخدره موادو په قاچاق او سوداګرۍ کې لاس لري او دسپاه پاسداران ځینې غړي ېې په دې سوداګرۍ کې ښکیل دي .
دا ټیلګراف د2009 ز د جون پر 12 مه نېټه په باکو دامریکا سفارت استولی و او دا ېې په ګوته کړې وه ،چې له ایران څخه اذربایجان ته دمخدره موادو قاچاق د 2006 ز کال په پرتله اوس دکال 59 زره کیلو ګرام ته لوړ شوې دی .
ټیلګراف دملګرو ملتونو د پټو راپورونو پر مټ کاږي : اروپا او لویدیځ ته اذربایجان دهغو مخدره موادو لپاره ،چې دافغانستان دافیون څخه جوړ شوې وي دقاچاق اساسي لار ده .
ایران دافغاني افیون له سترو سوداګرو اوقاچاقچیانو څخه دی داخبرې ډیپلوماتان هم کوي ، یو بل ټیلګراف ،چې په 2009 ز دسپټمبر پر 26 استول شوې و له ایران څخه اذربایجان ته نږدې 95% مخدره مواد قاچاق کيږي .
داذربایجان دبهرنیو چارو وزیر خلف خلفوف وايي : له موږ سره ډیری قاچاقچیان بندیان دي او اکثره ېې دایراني استخباراتو غړي اوهمکاران دي .