حکمتيار: زما، ولسمشر غني او حامد په درې اړخیزه ناسته کې له ولسمشر غني سره په دغه مسايلو هوکړې ته رسېدلی يم

روهي (يوه نۍ/ ۹ د غبرګولي)، د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار وايي چې له ولسمشر غني سره يې په لېدنه کې پر يو شمیر مسايلو هوکړه کړې ده. 
 
حکمتيار ويلي دي چې د ولسمشر محمداشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ده ترمنځ درې اړخیزه ناسته کې لږ تر لږه پر اتو سترو مسايلو سره هوکړې کړي دي. 
 
۱- له نوې طرحې سره د ترکيې په کوربتوب د استانبول ناسته کې د حکمتيار ګډون؛ 
۲- د پرېکړه کوونکي شورا په درلودلو سره د لنډمهاله حکومت جوړېدل چې طالب استازی به هم د دغه شورا له اتو غړو يو وي؛
۳- د افغانستان اسلامي ګوند او طالبانو د ټولو بندیانو خوشي کېدل؛
۴- د پورته مسايلو له هوکړې وروسته د اوربند رامنځ ته کېدل؛ 
۵- د دولت عالي شورا جوړېدل؛ 
۶- په ټاکنیزې لويې جرګې کې د هېواد د سترو مسايلو په اړه پرېکړې کول؛ او ورته ځیني نور مسايل سره منل شوي دي.
 
حکمتيار دا هم ویلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه کړې چې دغه ټول مسايل به د اتو ورځو دننه له سياسيونو سره شريکوي.