جنرال عطا: پښتو ښکلي او د درنښت ژبه ده

روهي (نۍ/۸ د غبرګولي)، د بلخ پخواني والي او د اسلامي جمعيت ګوند مشر جنرال عطامحمد نور د غبرګولي اتمه يا د پښتو ژبې د نړیوالې ورځې له امله مبارکي ويلي ده. 
 
نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "افغانستان د شته فرهنګونو او بېلابېلو ژبو سره ښکلی دی. د غبرګولي اتمه د پښتو ژبې د ورځې سره سمون لري. پښتو ژبه زموږ د هېواد د نورو ژبو ترڅنګ ښکلي او د درنښت وړ ده. 

د پښتو ژبې د ورځې رارسېدل د دغې ژبې ټولو ويونکو ته مبارکي وایم. هېله مندیم چې موږ وکولی شو چې د شته فرهنګونو او ژبو سره د يووالي خواته ګام پورته کړو."
 
په دې وروستيو کالونو کې د تېر په پرتله د پښتو ژبې د پياوړتيا او پراختيا برخه کې ډیر کار شوی دی. هر کال د انټرنیټ په نړۍ کې دغه ژبه بډايه او په سلګونه ټوکه کتابونه يې چاپ کيږي.