ډاکټر عبدالله عبدالله: له نیکه مرغه چې پښتو اوس په نړیواله کچه نمانځل

روهي (وېب پاڼه/۸ د غبرګولي)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پښتو ژبې د نړیوالې ورځې مبارکي ويلي. 
 
نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، 'نن د پښتو ژبې نړیواله ورځ ده او دا ورځ دې ټولو پښتنو ته مبارک وي. ژبه د افهام او تفهیم وسیله ده او له نیکه مرغه چې پښتو هم زموږ د هېواد له خوږو ژبو څخه یوه ده چې موږ پرې خپل کلتور او فرهنګ نورو ته ور پېژندلی شو.

له نیکه مرغه چې پښتو اوس په نړیواله کچه نمانځل کېږي، لوستونکي لري او لیکوال یې په پراخه پيمانه هر کال لیکلي اثار خپروي.
 
زه یو ځل بیا د پښتو ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو پښتنو ته مبارکي وایم. هیله من یم چې پښتو ژبه له علمي، فرهنګي او اقتصادي اړخه نوره هم غني او د افغانستان له نورو محترمو ژبو سره یو ځای د نړۍ د پرمختللو ژبو د سیالۍ شي. خو دا د ټولو په ځانګړي ډول هغوی چې لیکوالان او فرهنګيان دي او په دې برخه کې ډېر کار کولای شي مسوولیت دی، چې د پښتو ژبې د علمي پياوړتیا لپاره لا ډېرې هڅې وکړي."

د غبرګولي مياشتې اتمه نېټه پر حال د پښتو ژبې د نړیوالې ورځې په نوم لمانځل کېږي او ډېری علمي اثار په کې ټولنې ته وړاندې کیږي.