نن دولسي جرګې اعلان شوي وکیلان له ولسمشر سره ګوري


ټاکل شوې ده ،چې نن به 249 تنه اعلان شوي وکیلان له ولسمشر کرزي سره په ارګ کې وګوري اوسمهال کامیاب وکیلان هم په دوو برخو ویشل شوې دي یو شمېر ېې وايي موږ باید دځانګړې محکمې تر پریکړې صبر وکړو او پاتې نور ،چې ډیری ېې دډاکتر عبدالله او قانوني او محقق پلویان دي وايي نه ولسمشر باید له ژمنې سره سم پارلمان پرانیزي .
په دې کې یو شمېر وکیلانو ګواښ کړې دی ،چې دوی به سبا یکشنبه له ولسمشر کرزي پرته دځینو بهرنیو ډیپلوماتو په ګډون پارلمان پرانیزي .
ځنې ناتاېېد شوي راپورونه وايي : چې ولسمشر کرزی غواړي دځانګړې محکمې له پریکړې وروسته بیړنۍ لویه جرګه راوبولي اودهېواد روان وضعیت ، پارلماني ټاکنو او په اساسي قانون کې دځینو تعدیلاتو په اړه ورسره مشوره وکړي .