انا

نیمه پېړۍ ده چې ناروغه په کټ کې پرته ده. له اده باده وتلې ده، داسې ډنګره شوې ته وا ټولې غوښې یې توږلې او یوازې هډوکي یې پاتې دي. خوراک او څښاک، هر څه بېرته راګرځوي. چت، دیوالونه ، ځمکه، او ټول لوښي په مچانو ډک دي ، غومبروهي ، غولی لکه مرداره بوی نیولی دی. ډېر بوی نه يوازې خوا راګرځوي، د ګردو یې اشتها هم وژلې ده. 
 
ډېره زړه ده، په عمر یې پېړۍ تېرې دي، نه یوازې دا نه پوهېږي چې څو کلنه ده، زامن یې هم د عمر له اټکله ناتوانه دي. او ناتوانه به نو څنګه نه وي چې د لمسیانو، کړوسیانو،کودیانو، پردیانو.. په عمرونو یې لا پېړۍ اوښتي وي.
 
هغه ولې دومره اوږده موده ناروغه ده؟ په خوارې څه شوي دي؟ څوک نه پوهېږي ؟خو دوه خبرې د خپل او پردي په خولې دي، یوه دا ده چې وایي په خاوند پسې یې زړه اچولی دی. خو نور یې د هغه نفاق پایله ګڼي چې نږدې نیمه پېړۍ ېې ددې خېلخانه نیولې ده.
 
په علاج یې د خدای طبیبان او حکیمان ستړي شول. نه یوازې یې په کور دننه د خپلو ډاکترانو او حکیمانو پرېمانه دارو وخوړل، د دنیا رنګارنګ طبیبان او حکیمان یې هم په علاج ستړي شول. په طبیبانواو حکیمانو برسیره ېې په ډیرو زیارتونوهم وګرځوله او د خدای میاګان اوپیریان ېې هم په دم او دعا ستړي شول.
 
له درملو یې هم خوا ګرځي. که د زامنو، لمسیانو، کړوسیانو،کودیانو، پردیانو.. زور او ځېل یې نه وای، یوه ګولۍ به یې هم له ستوني نه وای تېره کړې.
 
په غاړه کې پراته تعویذونه ېې هم په زړه نه ناست دي ، که ددې خوښه وای ګرد به ېې ایسته غورزولي وای.
ګرده خېلخانه: زامن، لمسیان، کړوسیان ،کودیان، پردیان... یې د لویې کلا په لوی بڼ کې مخې ته لیکه ولاړ دي. څوک یې پښې کېکاږي، څوک یې سر مالشوي، چا سيپارې په لاس کې نیولې او صورتونه لولي. ټول غلي او په ژورو اندېښنو کې ډوب دي. ته وا له هر یوه ساه ختلې ده، له خولې یې سوڼ نه خېژي، واروپار د ټولو خطا دی. 
 
هغې هر یوه ته رڼې سترګې نیولي دي، یو یو له نظره تېر کړي. ورګوري خو د فکر ستن یې بل ځای کې ولاړه ده. ته وا خوب ویني. هغه ورځ یې مخې ته درېږي چې څنګه په نه خبره یې زامنو یو بل په سوکانو او لغتو ووهل، څه ګرېوانونه وو چې ونه شلېدل او څه لاسونه او پښې وې چې ماتې نشوې. په راسبا بیا څنګه منډې شوې، چې يوپه بل پسې تورې راوباسي، ترپ شو، خرپ شو، څومره ګېډې وې چې څیرې شوې او څومره لاسونه، پښې او سرونه و چې پرې شول. انا څومره وژړل، څومره یې مخ په څپېړو وواهه، څنګه یې ټولو ته د روغې ځولۍ وغوړوله، خو زامن یې لکه کاڼه او ړانده چې وي په هر څه سترګې پټې او غوږونه کاڼه واچول. له دې وروسته یې نه یوازې تورې ونه غورځولې، جنګ یې سوړ نه چې لا تود شو، له خپلو او پردیو یې رنګارنګ وسلې په پور او نغدو واخیستې، څومره وینې وې چې وبهېدې او څومره ککرۍ وې چې غوڅې شوې، په دې منځ کې د بابا ورکېدل اوغیبېدل لا بله ټکه وه چې په انا راپرېوته او له اده باده یې وویسته.
 
ته وا ځنکندن یې شو. په یوه شېبه کې یې سترګې پټې شي. په ګردې خېلخانې د ویر لویه څپه راماته شي. یو بل ته مړاوې وروګوري. په سترګو کې یې رڼې اوښکې وځلېږي، په سینو کې راټوله ژړا یې خولو ته راشي. بڼ او شاوخوا ټول چاپیریال ژړا او انګولا په سر واخلي. 
له دې سره یو دم بیا لانجه راپورته شي ، کنځلې شي، له هر کنجه یو په بل سترګې راوباسي، یو بل ته لاس ونیسي. 
ـ تا ناروغه کړه!
بل ووایي: 
ـ تا ناروغه کړه، که ما لاس درواچاوه، تا توره راپسې راوویسته.
بل ځواب ورکړي.
ـ او تا چې ددې نورو سره ټوپکې راوړې.
بل یې په ننګه له بل سره رانارې کړي. 
ـ او هغه هم د تربرونو او ګاونډه؛
بل یې په ځواب کې ووایی:
ـ که موږ له تربرو وسلې واخیستې، تاسو د تربرو په زور رانه ځمکه لاندې کړه.
یو دم د یوغوسه راوپارېده، چیغه یې کړه.
ـ غول مه خوره حرمونیه! 
بل ورغبرګه کړه.
ـ ارمونی به پخپله یې!
 
بیا لاسونه پورته شول، منډې شوې، ترپکې شوې، وهل شول، راغورځول شو، غوغا جوړه شوه ـ خو چې څو تورو او وسلو ته لاس اچول کېده، لکه معجزه چې پېښه شي د انا سترګې بېرته وغړېږي. په شونډو یې نرۍ موسکا وځلېږي، هڅه وکړي راپورته شي.
 
خو زړه یې زور وانخلي، بېرته وغځېږي، په ورو ووایي:
ـ زه جوړه یم، تاسو جوړ شئ. 
 
د انا په دې خبره ټول شخړه ودروي، داسې غلي شي ته وا خولو ته یې کولپونه واچول شي. په ژورو اندېښنو کې ډوب شي ،له ولاړو هغه چې تر ټولو په ونه لوړ، غښتلی او پیاوړی دی، په ورو د انا غوږ ته خوله ورنږدې کړي، له انا په ورو وپوښتي:
ـ که موږ پخپلو کې سره جوړ شو ته رغېږې؟
 
انا لکه خدای یې چې له سره ځوانه او غښتلې کړي، نېغه راکښېني، په لوړ آواز ووایي.
ـ خود، په جوړه مو نه یوازې جګه جوړېږم، ځوانېږم هم، د بڼ له بل سره ېې یوه تن چې لويه چپن یې اغوستې، په منډه خواته راشي، لاسونه یې په مینه ورښکل کړي، ته وا ددې په ځواب ډاډه نه وي، بیا یې وپوښتي:
ـ نو خوږې انا که موږ جوړ هم شو، د ابا د ورکې غم به دې کله جوړېدو ته پرېږدي؟ 
 
انا نرۍ موسکا وکړي، په سر یې ښکل کړي، په لوړ غږ ووايي.
ـ که تاسو جوړ شئ، هغه به هم په هماغه ورځ خدای راپیدا کړي.
لندن ـ انګلستان 
اپرېل ــ ۲۰۲۱