ينس سټولتنبرګ: اوس مهال افغان ځواکونه پر خپلو پښو ولاړ او د جګړې بشپړه وړتيا لري

روهي (جمعه/اتم د غبرګولي)، د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولتنبرګ وايي چې اوس وخت کې افغان ځواکونه دا وړتيا لري چې په بشپړ ډول جګړه رهبري او له هيواده دفاع وکړي.
 
د ناټو د سرمنشي په وينا چې افغان ځواکونه پر پښو ولاړ دي او د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته کولی شي چې جګړه وړاندې يوسي. 
 
نوموړي له اسوشېټيډ پرېس خبري اژانس سره په يوې مرکې کې ويلي دي چې په تېرو شلو کالونو کې افغانستان توانېدلی دی چې يو غښتلی پوځ ولري. 

ینس سټولتنبرګ دا هم ويلي دي چې د ناټو غړي هېوادونه به له افغانستان سره په ملکي برخه کې خپلې مرستې جاري وساتي او د افغانستان د وزارتونو برخه کې به سلاکاران وګماري. 
 
د ینس سټولتنبرګ په وينا چې د ناټو د غړو هېوادونو يوه بله چاره اوس مهال دا ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې مرسته او همکاري وکړي.