افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر په ورځ کې تر زرو ورسېد

روهي (جمعه/۸ د غبرګولي)، د افغانستان عامې روغتيا وزارت نن جمعه ويلي دي چې په تېرې يوې شپې او ورځ کې افغانستان کې د کرونا ويروس ۹۷۷ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. 
 
د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر بنسټ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي هم دي. کابل، کندهار او بلخ هغه ولايتونه دي چې تر ټولو ډیرې پېښې په کې ثبت شوې دي. 
 
د مړينې له اتلسو کسانو يې، لس په کابل، پنځه په کندهار او يو يو په کندز، لوګر او بلخ ولايتونو کې دي.