غزل

څوک  دي د  ښار,  څوک د کړنګ شازلمي
دلته  یې  وژني,  په  بار  بار  ځوانان مې

که  دی  طالب, که  مې   عسکر دې وطن
خدایه  ته  یو  کړې, یو قطار ځوانان مې

خدایه  ته  جنګ ورک کړې آرامه یې کړې
سولې  ته  دي,  لا  انتظار  ځوانان  مې

لوی خدایه ورک کړې, خایینین له خاورې
ډير شول د دوی له سره ځار ځوانان مې

څوک  دي  د  دین, څوک د وطن په نامه
خدایه  قتلیږي,  دي  په دار ځوانان مې
 
ته  راته  ورک  کړه,  دا  ویرونه او جنګ
لږ  راته  پاتې  دي  په شمار ځوانان مې