عطا محمد نور: د هېواد دا درې رنګه ملي بيرغ زموږ تاريخي وياړ دی

روهي (پنځه نۍ ۶د غبرګولي)، د جمعيت ګوند مشر او د بلخ پخواني والي جنرال عطامحمد نور په هېواد کې د وروستي وضعيت او په ځانګړي ډول فاریاب ولایت کې د رامنځته شوي بغاوت په اړه خپل دريځ روښانه کړی دی‌. 
 
نوموړي فارياب ولايت کې د عبد الرشيد دوستم د ملاتړو له خوا د هېواد د ملي درې رنګه بيرغ پرځای، د ګونډي او قومي بیرغونو پورته کېدو په غبرګون کې ويلي دي، چې داسې چارې خپلسرې کړنې دی او هېواد له بحران سره مخ کولی شي. 
 
عطا محمد نور لیکلي دي چې د هېواد ملي درې رنګه بيرغ نه يوازې چې قومي نه دی، بلکې د دغه بيرغ هره ټوټه د افغانستان د تېر وياړ دی. ملي بيرغ د لویې جرګې له خوا منل شوی او د افغانانو يووالي په کې شتون لري. 
 
عطا محمد نور فارياب ولايت کې په لاريونونو کې د جنبش ګوند او څه وخت وړاندې کابل کې د ګلبدين حکمتيار په لارښوونه شوي لاريونونو کې د حزب اسلامي بيرغ د پورته کېدو په غبرګون کې ويلي دي، چې که چېرې اوسنی نظام شتون ونه لري نو دوی به بيا د جمعیت ګوند د بيرغ تر سیوري لاندې راټول شي. 
 
نوموړي له خلکو غوښتي دي چې د هېواد د ملي بيرغ لاندي يووالی وساتي او که چېرې شته نظام له منځه لاړ شي، نو هغه وخت به وضعیت د هیڅ قومي او سياسي جريان په ګټه نه وي.