د دوستم په لارښوونه پسې لاريونونه کيږي؛ فارياب والي محمد داود لغمانی ترې کابل ته راغی

روهي (درې نۍ/۴ غبرګولي)، نېږدې يوه مياشت کې کيږي چې د عبدالرشيد دوستم په لارښوونه د فارياب ولايت لپاره د نوي ټاکل شوي والي محمد داود لغمانی پر خلاف لاريونونه روان دي. 
 
که څه هم دي په رسمي ډول معرفي شوی خو اوس مهال د فارياب ولايت د چارو د سمبالښت لپاره عبدالمقیم راسخ ګمارل شوی دی او والي محمد داود لغمانی هم له فاريابه کابل ته راستون شوی دی. 
 
د دوستم ملاتړي او د نوموړي له خوا هڅول شوي يو شمېر لاريون کوونکي له محمد داود لغماني سره مخالفت ښيي او وړانډیز دا کوي چې فارياب لپاره والي بايد د عبد الرشيد دوستم له خوا وټاکل شي.