اسټراليا همدا اوونۍ افغانستان کې خپل سفارت تړلي

روهي (درې نۍ/۳ د غبرګولي)، د اسټراليا حکومت پرېکړه کړې ده چې همدا اوونۍ به افغانستان کې خپل سفارت وتړي. کابل کې د اسټراليا د سفارت د تړنې لامل امنيتي مسايل ښوودل شوي دي. 

د استراليا لومړي وزير اسکات موریسن ويلي دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه اندیښنې لري او پر همدې بنسټ به کابل کې خپل سفارت وتړي. 
 
نوموړي ويلي دي چې د اسټراليا حکومت دغه پرېکړه لنډمهاله ده؛ افغانستان کې د امنيتي وضعيت په ښه کیدو بېرته خپل سفارت پرانیزي. 
 
اسټراليا د ناټو په چوکاټ کې افغانستان کې اتیا سرتيري لري او لومړي هيواد دی چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په غبرګون کې کابل کې له خپل سفارت تړي.