افغان دولت لپاره د سرطان دانې!

په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د امریکایی لیکوالانو  رابرټ ایم شیلاله، نوري کاسټینګ سام خازی، سین مان په ګډه چاپ شوي کتاب  (د امریکا او ایران سټراتیژیکه سیالي پر افغانستان، منځنۍ اسیا او پاکستان یې اغیزې.)  کتاب کې ورته اعشاره کړي  که له افغانستان نه د ایتلاف ځواکونه وځي،  شاید په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شی،   لیکوالانو د  افغانستان او ایران ترمنځ ګډې پولې او هزاره قوم ته عشاره کړي. 

چې د افغانستان ۹ سلنه جوړه وي. د ایران ورنه ملاتړ یاد کړي، وایې که چیرې افغانستان څخه نړیوال ځواکونه وځې او د کورنۍ جګړې د پیل احتمال سره به ایران پر دغه ډلو  وسلې وویشي. چې اوس دغه خبره یو څه په ثبوت  رسیږي. علیپور، په میدان وردګو ولایت کې  زلفکار، حمید خراسانی او جنبش ګوند په فاریاب کې سرغړونې؛ چې د دولت له لوري معرفی شوی والي نه معني. او د احمد شاه مسعود زوي احمد مسعود سرغړونې؛ چې په کابل کې یې د یوې غونډې پر مهال د هیواد ملي سرود پرځاي يې  د نویمو کالو ملي سرود وغږوو. او د ملي بیرغ پر ځای یې د یو حزب بیرغ پورته کړ. 

 او د ایران سره پر پوله او شمال کې داسې خبرونه ترلاسه شوي. په خلکو باندې وسلې وشل کیږي.  چې د وسلو ویش او د ځینو مشخصو کسانو په  دغه ډول کارونو او سرغړونو باندې چې د همدغه دولت له دسترخوان څخه یې خوري او ګټې یې ترلاسه کوي، لاس پورې کول په اوسنیو حساسو وختو کې تر بلې هرې وسلوالې ډلې د افغانستان اوسني دولت لپاره یو لوي چیلنج او خطر تمامې دی شي. چې باید دولت یې سره له اوسه ژر تر  ژره یې مخه ونیسي.  چې بیا وروسته به د افغان دولت لپاره خطرناکه د سرطان دانه اوسې. 

 سرطان دانه چې کله په وجود کې پیدا کیږي، چې باید له اوله یې درملنه وشي، که درملنه یې له اوله ونشي بیا وروسته خطرناکه کیږي، چې د وجود نورو برخو ته انتقالیږي. چې په انتقال سره یې د وجود یوه برخه یا ټول بدن ټوټه ټوټه  کیږي. که دولت د دغه خلکو غم سر له اوسه ونکړي. شاید وروسته ورته د یوې برخې د لمنځه تلو لامل شي.  چې په هغه کتاب کې لیکوالانو ورته اعشاره کړي چې هزارګان به د یوې کوچنۍ خپلواکې سیمې د رامنځته کیدو هڅه کوي.