په هلمند کې امريکايي سرتېرو يو قومي مشر وواژه

امريکايي رسنۍ خبر ورکوي، چې د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د مامور معراج الدين په نامه يو قومي مشر د امريکايي ځواکونو پر يوه قومندان( ډګروال پاول کېنېډي) د ډبرې ګوزار وکړ، چې سمدستي د نوموړي د ساتونکو له خوا په ډزو وويشتل شو. امريکايي قومندان هم پر پزه ولګېد او پزه يې ماته شوه. طالبان وايي، چې معراج الدين خان درې ډبرې له ځان سره اخيستې وې او په امريکايي بېز کې يې د مشر قومندان پوښتنه کړې وه. کله چې ډګروال کېنېډي راغی نو د خان له خوا په ډبره وويشتل شو.
ناټو وايي، چې ډګروال کېنېډي تر درملنې وروسته اوس بېرته خپلې دندې ته ستون شوی.