د م.م امنيت شورا څخه د محقق غوښتنه: پر سيد الشهدا ښوونځي برید د هزاره ګانو د نسل وژنې په ډول په رسمیت وپېژنئ

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د غوايي)، هزاره مشر، په سياسي او امنيتي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غوښتي دي چې د کابل برچي دښتې سيمه کې د سيد الشهدا په نوم ښوونځي باندې شوی برید د هزاره ګانو د نسل وژنې په ډول په رسمیت وپېژني. 
 
نوموړي دغه غوښتنه تېره ورځ (تېر سال کاله او د افغانستان د سولې کډ ملاتړ) په نوم کابل کې د چین سفارت له خوا په يو ان لاين کنفرانس کې کړي دي. 
 
پر سيد الشهدا ښوونځي بريد کې نوی کسان ووژل شول او تر ۲۴۰ نور په کې ټپيان شول. طالبانو هم ياد برید وغندلو او لاس لرل يې په کې رد کړل. 
 
افغان حکومت د يادې پېښې په تړاو يوه ورځ ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړ.