د ماليې چارسمبال وزير مني چې ګمرکونو کې هره ورځ اته مېلېونه  ډالر غلا او فساد کيږي 

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د غوايي)، د ماليې چار سمبال وزير محمدخالد پاینده تېره ورځ ولسي جرګې ته غوښتل شوی وو او دا يې منلې ده چې د هېواد په ګمرکونو کې په پراخه کچه فساد  موجود دی. 

محمدخالد پاینده ويلي دي چې د فساد له امله د افغانستان په ګمرکونو کې پراخه فساد کيږي چې له امله يې نېږدې هره ورځ اته مېلېونه ډالر خيف او ميل کيږي او شخصي جيبونو ته ځي. 

د ولسي جرګې غړو ويلي دي چې د هېواد ماليې وزارت اتيا سلنه عوايد غلا کيږي؛ د دوی په وينا چې په ځانګړي ډول د فراه ولايت د ګمرک د عوايدو ستره برخه د طالبانو او هلته د نورو شته مافيايي ډلو لاس ته غورځيږي. 

محمدخالد پاینده دا فساد د منلو ترڅنګ وايي چې ځيني حکومتي لوړپوړي چارواکي چې د ولايتونو واليان او امنيه قومندان هم په کې شامل دي، د فساد لامل شوي دي او پرته له ګمرکي تعرفي باروړونکي موټر ښارونو ته دننه کوي.