قريشي: اشرف غني دې دا مالومه کړي چې له پاکستان څه غواړي؛ له يوې خوا له پاکستان مرسته او له بلې خوا تورونه

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د غوايي)، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو وروستيو څرګندونو ته توند غبرګون ښوولی دی. 
 
نوموړي چې د پاکستان په پارلمان کې يې خبرې کولې ويلي دي چې محمد اشرف غني باید دا مالومه کړي چې پاکستان افغانستان څه غواړي. 
 
قريشي ويلي دي چې له يوې خوا افغانستان له پاکستانه د مرستې غوښتنې کوي او له بلې خوا د دغه هېواد لوړپوړي چارواکي وکوي پر پاکستان تورونه پوري کوي. 
 
د قريشي د دغه څرګندونو په ځواب کې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان حکومت مسووليت لري چې حقيقتونه چې په کوم ډول دی په هغه ډول خلکو ته وايي.
 
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذيب ويلي دي چې افغان حکومت په څو ځلې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د ناامنۍ مسايل شريک کړي دي.