له دیجیټلي کېدو پرته روڼتيا نه راځي

 
روهي (څلورنۍ/۲۹ د غوايي)،جمهوررئیس محمد اشرف غني  نن مازدیګر د مۍ ۱۷ "د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیوالې ورځې" د نمانځنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
 
جمهوررئیس غني د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیوالې ورځې مبارکۍ پر مهال د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د کادري متخصصینو د استخدام په موخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته لارښوونه وکړه چې د دوی استخدام په خپل کاري لومړیتوب کې راولي.
 
جمهوررئیس د مخابراتو وزارت، اترا ادارې او د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ترمنځ پر مشترکې ژبې  لرلو او یادو برخو کې پر بنسټیزو اصلاحاتو په ټینګار وویل، له دیجیټلي کېدو پرته شفافیت نه راځي.