ولسمشر غني: که چېرې طالبان جګړې ته دوام ورکوي تاسې هم باید د مقابلې لپاره لازم چمتووالی ولرئ


روهي، ولسمشر غني تېره ورځ د قول اردوګانو له قومندانانو او د زونونو امنیتي مرکزونو مسوولینو سره د ټلیفوني تماس  په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو سره د مقابلې لپاره باید بشپړ چمتووالی ولري.
 
"که چېرې طالبان جګړې ته دوام ورکوي تاسې هم باید د مقابلې لپاره لازم چمتووالی ولرئ، ځکه موږ ټول د نظام او خلکو ساتونکي یوو."
 
د قل اردوګانو قومندانانو هم ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې که طالبان اوربند ونه کړي او جګړې ته دوام ورکړي د هیواد په هره سېمه کې به یې وځپي.