د طالبانو حکومت پرمهال د هرات والي،؛ د حکومت او طالبانو دواړو مخالف کس؛ ملا منان نيازی وپېژنئ

 
د ملا رسول په مشرۍ له طالبانو څخه د يوې بيلې شوې ډلې مشر ملا عبدالمنان نيازی نن ورځ ومړ. نوموړی دوه ورځې وړاندې د هرات ولايت ګذره او ادرسکن ولسواليو ترمنځ یوه سيمه کې ټپي شوی. عبدالمنان نيازی له ټپي کېدو وروسته هرات ولايت ته وړل شوی وو او ويل کيږي چې د هرات په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې وو. منان نيازی د سر په برخه کې ټپي او تر مرګ د کوما په حالت کې وو. 
 
منان نيازی هرات کې له يو څه وخت درملنې وروسته کابل ته راوړل شوی  او نن يې په کابل کې ساه ورکړه. دا چې دی کابل په کوم روغتون کې تر درملنې لاندې وو او چيرته يي ساه ورکړه، تر اوسه نه ده روښانه شوې. 
 
د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو په منځ ته راتګ سره لومړی  ملا عبدالمنان نیازی د دې ډلې ویاند او وروسته په هرات کې د طالبانو والي و.
 
تر هغې نېټې چې ملا عبدالمنان نیازی د طالبانو له منځنۍ ډلې جلا کېده هرات ته د طالبانو والي او د مؤسسو د چارو لپاره د دغې ډلې د ګومارل شوي کمېسیون مشر و.
 
د بي بي سي د مالوماتو اړوند،  ۲۰۱۵ کال دوبي کې د طالبانو د بنسټګر او لومړي مشر ملا محمدعمر د مړینې د خبر تر خپرېدو او د ملا اختر محمد منصور تر مشر اعلانېدو وروسته د ملا محمد رسول په مشرۍ یوه ډله له طالبانو بېله او ملا منان نیازی یې مرستیال شو.
 
د ملا رسول په مشرۍ دغه ډله چې د طالبانو له اصلي کړۍ بېله شوې وه، تر ډيره په هرات او فراه ولايتونو کې فعاليت کوو. د دغه ډلې جنګياليو د ملا هیبت الله په مشرۍ طالبانو سره ځیني وخت نښتې هم کولې او د حکومت پر وړاندې يي نرم سياسي او وسله وال مخالفت درلود.