روهي (پنځه نۍ/۲۲ د غوايي)، د احمدشاه مسعود ورور او د صلاح الدين رباني په مشرۍ د جمعيت ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود د اختر په پیغام کې د روانې جګړې د اوږدېدو ويلي دي.
احمد ضياء مسعود د اختر مبارکۍ پيغام په يوې برخې کې لیکلي دي چې له سولې د طالبانو او دوی تعريف توپيري دی؛ د طالبانو سوله د تسلیمۍ په مانا ده او پر دې بنسټ به روانه جګړه لا وغځیږي.
احمد ضياء مسعود وايي چې همدا اوس د طالبانو پر وړاندې دويم مقاومت پيل شوی دی او هره ورځ لا غښتلی کيږي. د نوموړي په وينا چې د دوی کسان د پوليسو او اردو په ليکو کې د دويم مقاومت په روحيې سره جګړه کوي.
مسعود د خپلې لیکنې په يوې بلې برخې کې پر اوسني حکومت هم نيوکې کړې دي او لیکلي دي چې طالبانو سره د جګړې په پار يو مشروع حکومت ته اړتيا ده چې بنسټونه غښتلي کړي، قومي درزونه په کې نه وي او اقتصادي وړتيا رامنځته کړي.
نوموړي دا هم لیکلي دي چې حکومت له افغان امنيتي ځواکونو ګوندي او قومي ګټې پورته کوي او تاريخ کې دا تجربه تر سره شوي چې دا ډول ګټه اخيستل د حکومتونو د چپه کیدو سبب شوی.
وروستي