يوناما د افغانستان د ولسي جرګې د ځنډولو پرېکړه خواشينې کوونکې ګڼلې

په افغانستان کې د ملګرو ملتو دفتر (يوناما) د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د ولسي جرګې د پرانيستې د ځنډولو پرېکړه خواشينې کوونکې ګڼلې او ويلي يې دي ، چې دا به په افغانستان کې د دولت جوړولو په لار کې لاسته راغليو برياليتوبونو ته زيان واړوي او خلک به پر حکومت بې باوره کړي.
د يادونې وړ ده چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې يوناما د ټاکنو له دويم پړاو سره ډېره مينه لرله ، خو دا ځل د ولسي جرګې له زر پرانيستنې سره ډېره لېوالتيا ښيي.