جوبایډن: پر غزه د اسراییلو هوايي بريدونه د دوی د دفاع حق او د حماس ډلې توغنديز بریدونه ترهګریز عمل دی


روهي (پنځه نۍ ۲۲ د غوايي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر جوبایډن د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د وروستیو نښتو په غبرګون کې ويلي چې د امریکا حکومت له اسرائيلو بشپړ ملاتړ کوي. 
 
جوبايډن ويلي دي چې پر اسراییلو د حماس ډلې له خوا توغنديز بریدونه ترهګریز عمل دی او دی يي غاندي. په ورته وخت کې جوبایډن خبریالانو ته ويلي دي چې پر غزې تړانګې او يو شمېر نورو سيمو د اسراییلو پوځ هوايي بريدونه د اسراییلو د ځان د دفاع حق دی او دی يې ملاتړ کوي. 
 
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو او همدا ډول د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت له دواړو خواوو غوښتي دي چې د کړکیچ له زياتېدو لاس په سر شي. 
 
پر غزې تړانګې او يو شمېر نورو سيمو د اسراییلو په هوايي بريدنو کې تر اوسه ۷۲ ولسي فلسطينان وژل شوي دي چې ۱۶ کم عمره ماشومان او پنځه ميرمنې هم په کې شاملې دي.