سرچینې: له طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا منان نيازی ټپي شوی


روهي (څلور نۍ/۲۲ د غوايي)، يو شمېر رسنيو د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لیکلي دي چې له طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا منان نيازی تېره شپه هرات ولايت کې په يوې نښتې کې ټپي شوی دی. 
 
ملا منان نيازی د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال دی. سرچینې وايي چې دی تېره شپه د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د سر په برخې کې ټپي شوی دی.
 
که څه هم تر اوسه په دې اړه رسمي سرچينو کوم څه رسنيز کړي نو دي، خو ویل شوي دی چې ملا منان نيازی اوس مهال د بې هوښۍ يا کوما په حالت کې دی او د هرات په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.