مایک پنس: مونږ له اسرائيلو ملاتړ کوو

روهي (څلور نۍ/۲۲ د غوايي)، د امريکا متحدو ایالتو پخواني ولسمشر مايک پنس پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي "امريکا له اسرائيلو ملاتړ کوي او د اسرائیلو ترڅنګ دریږي."
 
نوموړي دغه ټوېټ د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د وروستیو پېښو په اړه کړی. له تېرې يوې اوونۍ راهیسې اسرائيلي پوليسو څو ځلې په الاقصی جومات بريدونه کړي چې تر درې سوه فلسطيني لمونځ کوونکي يې په کې ټپيان کړي دي. 
 
همدا ډول اسراییلي جنګي الوتکو پر غزې تړانګې هوايي بريدونه ترسره کړي چې د ښځو او ماشومانو په شمول نهه کسان په کې وژل شوي دي. 
 
له مايک پنس وړاندې د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکېن ويلي چې دوی به د لبنان حزب الله ډلې اووه کسان د بنديزونو په نوملړ کې شامل کړي. بلنکېن ويلي چې حزب الله د اسراییلو ضد سیاست لري او له فسلطین ملاتړ کوي.