پر الاقصی جومات د اسرائیلي پولیسو په بريدونو چوپ ده؛ امريکا پر حزب الله تازه بندیزونه ولګول


روهي (درې نۍ/۲۱ د غوايي)، د اسراییلي پوځیانو او فلسطينيانو ترمنځ د وروستیو نښتو په غبرګون کې د امریکا متحدو ایالتو بهرنيو چارو وزير د لبنان پر حزب الله ډلې تازه بندیزونه لګولي دي. 
 
د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکېن ويلي دي چې حزب الله د واشنګټن او همدا ډول د منځني ختيځ لپاره ګواښ دی او کړنې به يې مهار کړو. 
 
نوموړي ويلي چې د امريکا بهرنيو چارو وزارت د حزب الله ډلې پر اوو کسانو تازه بندیزونه لګولي دي. انتوني بلنکېن ويلي دي چې دغه اووه کسانو د حزب الله مالي ملاتړ کولو. 
 
له تېرو څو ورځو اسرایيلي پوليسو په بيت المقدس کې په الاقصی جومات بريدونه تر سره کړي چې تر درې سوه فلسطيني لمونځ کوونکي په کې وژل شوي دي. 
 
همدا ډول د اسراییلو پوځ په غزې تړانګې هوايي بريدونه کړي دي چې د ښځو او ماشومانو په شمول نهه کسان په کې وژل شوي دي.