د خونړیو پېښو ډله ییز قبرونه؛ کابل کې هديرې تر استوګن ځايونو رسيږي


روهي (درې نۍ/۲۱ د غوايي)، کابل کې له تېرو څو کالونو جګړې او چاودونو له امله پخوانۍ هدیرې پراخه شوې ان اوس تر استوګن ځايونو رسېدلي دي. 
 
تازه دوه ورځې وړاندې د کابل په برچي دښته کې د وروستۍ پېښې قربانيان چې شمېر يي له ۵۰ تنو زيات وو، په ډله ییز ډول خاورو ته وسپارل شول. 
 
کابل ښاریان وايي چې په دې وروستيو کې هديرې له کم عمره ماشومانو او په لويه کې له ځوانانو ډکې شوې دي، چې د جنايي جرمنو، جګړې، چاودنو او هدفي وژنو قربانيان دي. 
 
د افغانستان په روانې شل کلنې جګړې په زرګونه ولسي وګړي وژل شوي دي او کمې داسې کورنۍ به وي چې له روانې جګړې په بد ډول اغېزمنې شوې نه وي.