روهي (دوه نۍ/۲۰ د غوايي)، د اسراییلو او فلسطین ترمنځ په تازه کړکېچ کې حماس ډلې پر اسراییلو د توغنديو بريدونه کړي دي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې خبر نه دی ورکړل شوی.
د اسرائیلو پوځ ويلي دي چې دوی هم پر غزې تړانګې هوايي بمبارکړی چې کس په کې وژل شوی دی، خو فلسطيني چارواکو ويلي دي چې د اسراییلو په هوايي بريدنو کې نهه ولسي وګړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي وژل شوي دي.
د اسرائیلي چارواکو په وينا چې حماس پر اسراییلو شپږ توغندي ویشتي دي چې له ۲۰۱۴ کال راهيسې بې سارې بريد شمېرل کېږي.
همدا ډول بيت المقدس کې په الاقصی جومات د اسرائيلي پوليسو په اخ او ډب کې ۳۰۰ فلسطينان ټپيان شوي دي.
وروستي