مېدوېدوف افغانستان ته د تګ بلنه ومنله

د روسيې ولسمشر ديمتري مېدوېدوف د افغان ولسمشر حامدکرزي له خوا افغانستان ته د تګ بلنه ومنله. دغه بلنه په اصولوکې منل شوې ، خو نېټه به يې وروسته وټاکل شي.
روسيې ته د افغان ولسمشر د سفر پر مهال د روسيې او افغانستان تر منځ د سياسي اواقتصادي اړيکو د پراختيا يو شمېر تړونونه لاسليک کړي، چې د پخواني شوروي اتحاد د پخوانيو پروژو، لکه دنغلو او بغلان بندونه، د سالنګ لويه لار، د کابل سيلو، د ننګرهار کانال،د بيا رغاونې او ادامې چارو ته لومړيتوب ورکړل شوی.