له خونړۍ چاودنې وروسته؛ د سيدالشهدا نجونو ښوونځی

روهي (دوه نۍ/۲۰ د غوايي)، درې ورځې وړاندې د کابل لوېدیځه برخه برچي دښتې سيمه کې د سيد الشهدا په نوم د نجونو پر يو خصوصي ښوونځي خونړۍ چاودنې وشوې، چې درانه تلفات يې رامنځته کړل. 
 
د کورنيو چارو وزارت د مالوماتو له مخې يادې چاودنې کې له پنځوسو کسان وژل شوي او تر ۱۲۰ نور ډېر په کې ټپيان دي. 
 
له چاودنې درې ورځې وروسته د ياد ښوونځي دروازې پرانيستې دي او د سیمې نجونې زده کوونکې درس لپاره ورځي. د سيد الشهدا ښوونځي شااوخوا اوس هم د تېرې خونړۍ چاودنې نښې شته، خو بيا يي هم دروازې يي د زده کوونکو پرمخ نه دي تړل شوې‌.
 
د ياد ښوونځي يو شمېر ټپي زده کوونکو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي وو، چې دوی به خپل وړاندې تګ شاته نه شي. دغه نجونې وايي چې له هغه ځايه به بيا پورته کيږي، چېرته چې لوېدلې وې. 

پر سيد الشهدا ښوونځي بريد د خلکو غبرګونونه راوپارول، طالبانو هم بريد وغندلو او لاس لرل يي په کې رد کړل. حکومت سبا ټول هېواد کې د يادې خونړۍ پېښې په وير کې ملي ماتم اعلان کړی.