افغانستان کې د کرونا وضعيت: تېرې يوې شپې - ورځ کې څه پېښ شوي

روهي (دوه نۍ/۲۰ د غوايي)، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو ۲۳ ساعتونو کې د کروناویروس ۲۵۱۴ مشکوک سمپلونه د دغه هېواد په دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې ارزول شوي چې له دې شمېرې ۳۴۰ یې مثبت تشخیص شوي دي.
 
عامې روغتيا وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس تر ټولو زیاتې پېښې په کندهار، کابل او ننګرهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.
 
د افغانستان د روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کروناویروس د درېیمې څپې د جدي ګواښ خبر ورکړی او له افغانانو څخه یې غوښتي چې د دغه ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره د اختر په ورځو کې له تګ راتګ ډډه وکړي او ټولې روغتیايي سپارښتنې رعایت کړي.