غني: د وسلوال پوځ اعلی سرقومندان په توګه افغان  ځواکونو ته دستور ورکوم چې د کوچني اختر په درناوي اوربند پلی کړي

روهي (دوه نۍ/۲۰ د غوايي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو له خوا د اوربند اعلان په غبرګون کې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې ده چې دوی هم د اختر په درېيو ورځو کې اوربند وکړي. 
 
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپرې شوې خبرپاڼه کې لېکل شوي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د طالبانو له اوربند اعلان څخه خبر دی، ولې زموږ او د افغان ولس ټینګار پر واقعي او دایمي اوربند دی.
 
د افغانانو په استازولۍ یو ځل بیا له طالبانو غواړو چې د دایمي اوربند لپاره د خلکو برحقه غوښتنې ته لبیک ووایي او د مذاکراتو مېز ته ور وګرځي، ترڅو زموږ خلک د عادلانه او تلپاتې سولې په فضا کې خپل اساسي حق ته چې ژوند کول دي، ورسېږي. 
 
د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس او د وسلوال پوځ اعلی سرقومندان افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکوي چې د کوچني اختر په درناوي اوربند مراعت کړي او د تل په څېر د افغان ولس د امنیت د تامین هڅې وکړي او د دښمن د سرغړونې په صورت کې د خپلو وطنوالو له دفاع څخه درېغ ونه کړي.