فرانسه د بن لادن پر ګواښ سربېره خپل ځواکونه په افغانستان کې ساتي


دفرانسې د بهرنيو چارو وزارت وياندبرنارد والېرو ويلي، چې د اسامه بن لادن له ګواښ سره سره به د دوی ځواکونه په افغانستان کې د افغانانو د ښېګڼې لپاره خپلې دندې ته دوام ورکړي. بن لادن په يوه غږيز پيغام کې ګواښ کړی دی، چې که فرانسه خپل ځواکونه له افغانستان څخه ونه باسي نو دوی به په نايجريا او افغانستان کې يرغمل شوي فرانسويان ووژني.