د فورجي انټرنیټي خدمتونو په برخه کې د پانګونې د څرنګوالي په اړه بحث وشو

روهي (نۍ/۲۸ د غوايي)،  محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) رهبري پلاوي او اړوندو ادارو سره په ناسته کې د فورجي انټرنیټي خدمتونو په برخه کې پر پانګونې خبرې وکړې.
 
د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په پیل کې د اترا ادارې عمومي رئیس د یادې ادارې د فعالیتونو او فورجي خدمتونو د مزایدې په اړه چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې ترسره شي او همدا راز د مزایدې پروسې د حقوقي، تخنیکي او مالي شرایطو په اړه معلومات ورکړل.
 
هغه زیاته کړه، فورجي خدمتونه به په پیل کې د کابل په ګډون پنځه ستر ښارونه په ۱۸ میاشتو او په دویم پړاو کې به ۱۳ ولایتونه په ۲۴ میاشتو کې تر پوښښ لاندې راولي.
 
وروسته بین المللي متخصصینو چې د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وو د فور جي انټرنیټي خدمتونو د لاټونو او د مزایدې د ارزونې، ګواښونو او ننګونو په اړه معلومات ورکړل
.
جمهوررئیس غني د یادو معلوماتو له اورېدو وروسته وویل، د مزایدې بهیر باید په شفاف ډول ترسره او لا له وړاندې دې د یادې پروسې د فرصتونو، ګواښونو او ننګونو په اړه خلکو او رسنیو ته واضح معلومات ورکړل شي.
 
د هیواد جمهوررئیس د اترا ادارې مسوولینو ته وویل، د ننګونو د مدیریت په برخه کې دې د مزایدې په ورځ او له هغې وروسته د مدیریت او پانګونې واضح بدیل پلان موجود وي.